په سوریې د امریکا او دملګرو برید ستره تیروتنه وه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69640-په_سوریې_د_امریکا_او_دملګرو_برید_ستره_تیروتنه_وه
ایرنا خبری اژانس وایی د الجزایر شناند او لیکوال «محمد بوحامیدی» په سوریې دامریکا او د انګلستان او دفرانسې حمله ستره غلطۍ وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2018 01:34 Asia/Kabul
  • په سیمه کښې دسعودي عربستان ټول اقدامات د صهیونیسټ رژیم دګټو په لړ کښې دي .
    په سیمه کښې دسعودي عربستان ټول اقدامات د صهیونیسټ رژیم دګټو په لړ کښې دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د الجزایر شناند او لیکوال «محمد بوحامیدی» په سوریې دامریکا او د انګلستان او دفرانسې حمله ستره غلطۍ وبلله .

هغه وویل په سوریې دامریکا ، انګلستان او د فرانسې توغندوی حمله دغو دریو(۳) هیوادونو ته دسعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان له سفرونو وروسته وشوه .

دالجزایر دغه لیکوال وویل د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان د وسلو داخیستلو دتړونونو په نوم سره په میلیارډونو ډالره په سوریې دحملې لپاره امریکا ، انګلستان او فرانسې ته دباج او د کلنګ په توګه  ورکړی دی .

هغه وویل په سیمه کښې دسعودی عربستان ټول اقدامات د صهیونیسټ رژیم دګټو په لړ کښې دی .

سعودی عربستان له امریکا ، فرانسې ، انګلستان، قطر، ترکیې ، اردن ، اسرائیلو ، بحرین ، متحده عربی اماراتو، کویت وغیره سره یوځاې په عراق ،سوریې ، یمن ، لبنان ، نایجریا ،پاکستان، افغانستان کښې دترهګرو ډلو ستر جوړونکی او مالی مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .