دسوریې تر کاملې پاکیدا پورې له ترهګرۍ سره جنګ دوام لری
-
په سوریې د امریکا، بریتانیا او دفرانسې د توغندوي حملې اصلي دلیل دسوریې د پوځ او دهغوې د ائتلافیانو بریالیتوبونه دي .
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې ولسمشر بشار اسد په دمشق کښې په سیاسی چارو کښې د ایران دبهرنیو چارو دوزیر له لوړرتبه مرستیال حسین جابری انصاری سره په کتنې کښې ټینګار وکړ له ترهګرۍ سره جنګ به له ټروریسټانو دسوریې په کامل ډول تر پاکیدا پورې دوام ولری .
دسوریې ولسمشر بشار اسد په خپل هیواد د امریکا ، انګلستان او دفرانسې وروستی تیری ته په اشارې سره وویل په سوریې ددغو دریو(۳) هیوادونو نیغ په نیغه تیری له ترهګرۍ سره ددمشق جنګ نشی بندولای .
هغه وویل امریکا، انګلستان او فرانسه او دسیمې ځینې نور عرب هیوادونه په سوریې کښې د کړکیچ له لومړۍ (۱)ورځې راهسې د ترهګرو ملاتړ کوی .
په سیاسی چارو کښې دایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو دوزیر مرستیال حسین جابری انصاری هم په دغه کتنې کښې وویل په سوریې د امریکا، بریتانیا او دفرانسې د توغندوی حملې اصلی دلیل دسوریې د پوځ او دهغوې د ائتلافیانو بریالیتوبونه دی .
هغه وویل تیریګر هیوادونه ویره لری د سوریې دپوځ او د هغوې دملګرو دغه بریالیتوبونه په همدې چټکۍ سره د هیواد په نورو سیمو کښې دوام ومومی .
په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره امریکا، انګلستان ، فرانسه ، سعودی عربستان ، قطر، ترکیه ، اسرائیل ، متحده عربی امارات، بحرین ، کویت وغیره مالی او پوځی مرستې کوی .