په سوریې برید د استانه دخبرو د پرمختګونو خنډ شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70126-په_سوریې_برید_د_استانه_دخبرو_د_پرمختګونو_خنډ_شوی
فارس خبری اژانس وایی د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف(Sergey Lavrov) دفرانسې له بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان(Jean-Yves Le Drian) سره په ټیلی فونی خبرو کښې ډاګینه کړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2018 00:13 Asia/Kabul
  • امریکا، بریتانیا ، فرانسه ، سعودي عربستان، ترکیه ، قطر، بحرین ،متحده عربي امارات وغیره په سوریې کښې دترهګرو ډلو په ماتي خوړلو سخت اندیښمن دي .
    امریکا، بریتانیا ، فرانسه ، سعودي عربستان، ترکیه ، قطر، بحرین ،متحده عربي امارات وغیره په سوریې کښې دترهګرو ډلو په ماتي خوړلو سخت اندیښمن دي .

فارس خبری اژانس وایی د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف(Sergey Lavrov) دفرانسې له بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان(Jean-Yves Le Drian) سره په ټیلی فونی خبرو کښې ډاګینه کړه

په سوریې د امریکا، د بریتانیا او د فرانسې حمله په استانه (Astana)او سوچی(Sochi) کښې د سوریې دسولې د خبرو دنتیجو د ځنډیدا سبب شوه .

د روسیې دبهرنیو چارو وزیر لاوروف وویل په سوریې دغه برید غیرقانونی وو .

دروسیې دفاع وزارت په سوریې د امریکا ، د بریتانیا او د فرانسې له توغندوي حملې  څو اونۍ مخکې ویلی وو ترهګر او دهغوې ملاتړی عرب او اروپایی هیوادونه په سوریې د پوځی حملې لپاره دشرایطو د برابرولولپاره دیوې(۱) کیمیاوی حملې د ترسره کولو لپاره دیوه(۱) پلان په اجرا کولو بوخت دی .

امریکا، بریتانیا ، فرانسه ، سعودی عربستان، ترکیه ، قطر، بحرین ،متحده عربی امارات وغیره په سوریې کښې دترهګرو ډلو په ماتی خوړلو سخت اندیښمن دی .