جرمنی،فرانسې اوانګلستان له جامعې ایټمی موافقې بشپړملاتړکوی
داپه داسې حال کې دی چې د ایران داسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په کرتو وئیلی دی ، دخپلو دفاعی او توغندوی پروګرام او فعالیتونو په باب له هیچا سره هیڅ ډول خبرې نه کوی او دغه راز په جامعې ایټمی موافقې کې هم هیڅ ډول کمئ اوزیاتوالی هم هیڅکله نه منی .
روئیټرز خبری آژانس راپور ورکړ ، د انګریز لومړۍ وزیرې ترزامی دفتر نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د انګلستان ،فرانسې اوجرمنی مشرانو موافقه کړې ده ، چې له ایران سره ایټمی موافقه ایټمی وسلو ته د دغه هیواد درسیدا دمخنیوی لپاره خورا ښه لاره ده .
په دغې اعلامیې کې راغلی دی ، ترزامی د فرانسې له ولسمشر آمانوئل ماکرون او د جرمنی له صدراعظمې میرمن آنګلا مرکل سره په جلاجلا ټیلیفونی خبرو کې د درو واړو هیوادونو مشرانو منلې ده دغه موافقه ددې لپاره چې د ایران د بالیسټیک توغندیو د موضوع او دایران د سیمه ایزو بې ثباته کونکو فعالیتونو دختمیدا پشمول نوره موضوعګانې هم پکې ورځای شی،لاپراخه شی.د دغې اعلامیې په دوام کې راغلی دی ، دانګلستان ، جرمنی او فرانسې مشران ځانونه،دایران له خوا د د رامینځة شوو چیلنجونو دڅرنګوالی په باب له امریکا سره لازیاتو نزدو ملګرتیاؤته او هغو موضوعګانو ته چې په نوی موافقې کې ورځای شی ، ژمن ګڼی .
دغه پیښه په داسې شرائطو کې رامینځةشوی ، چې د ایران په ضد د اقتصادی بندیزونو داعمالیدا دبیا پیلیدا په باب دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دراتلونکی میاشتې الټی میټم ته ډ یر کم وخت پاتې دی .