دامریکا یواړخیزه اقدامات دتاوتریخوالی سبب شوی
-
امریکا په تیرو کلونو کښې په ځلونو په سوریې کښې له ترهګرو دلو سره دمبارزې په پلمه په دغه هیواد پوځي حملې کړي دي .
د روسیې دباندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د ایټالیا له پانوراما مجلې (Italy's Panorama magazine.)سره په مرکه کښې چې نن خپره شوه وویل په نړیوالو اړیکو کښې تاوتریخوالی دامریکا او دهغې د ملګرو هیوادونو د یواړخیزه اقداماتو نتیجه ده .
هغه ډاګینه کړه له روسیې څخه دهیوادونو د ویرولو د سیاستونو پرمخ بیولو کښې د امریکا اقدامات سبب شوی دی چې له واشنګټن سره د ماسکو اړیکې خرابې شی .
د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف زیاته کړه ماسکو د امریکا او دروسیې ترمینځ دخبرو اترو دپیلیدا لپاره د ولسمشر ډونالډ ترمپ له نیتونو سره موافق دی خو دغه خبره چې د ټرمپ دغه نیتونه د عملی ګامونو پراس ولاړ دی یا نه باید قضاوت ته وړاندې شی .
لاوروف ددغه مرکې په بلې برخې کښې د سوریې موضوع او هغو تورونو ته په اشارې سره چې امریکا او لویدیځو هیوادونو د غوطه شرقی په دوما سیمه کښې د وروستۍ کیمیاوی حملې په باره کښې د دمشق په حکومت لګولی دی وویل ماسکو هیله لری چې په سوریې کښې د کیمیاوی وسلو د پراختیا او دبندیز د ادارې د حقیقت معلومونکی ډلې ماموریت د خپلواکه تحقیقاتو سبب شی .
د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ټینګار وکړ امریکا دسوریې دحکومت دنسکورولو او د فرات سیند په ختیځې غاړې کښې د خپل پوځی شتون د تضمین هڅه کوی او له دغه سیمې د وتلو اراده نلری .
امریکا په تیرو کلونو کښې په ځلونو په سوریې کښې له ترهګرو دلو سره دمبارزې په پلمه په دغه هیواد پوځی حملې کړی دی .
دسوریې حکومت هم په ځلونو په خپل هیواد کښې دامریکا پوځی شتون نیواکګر اقدام او دخپلې واکمنۍ خلاف ورزۍ بللی ده او هغه یې په کلکه غندلی هم دی .