په سوریې کښې د روسیې هیلی کوپټر نسکور شوی
-
روسیه او دایران اسلامي جمهوریت د سوریې دحکومت په رسمي بلنه له ترهګرو سره په مبارزې کښې له دمشق سره مرسته کوي .
مهر خبری اژانس وایی د روسیې دفاع وزارت وویل بیګا دسوریې په ختیځ کښې ددغه هیواد د پوځ یو کی ای دوه پنځوس(Ka-52 Alligator) ډوله هیلی کوپټر نسکور شوی او دواړه (۲)پایلوټان یې وژل شوی هم دی .
د روسیې دفاع وزارت ددغه هیلی کوپټر دنسکوریدا علت فنی خرابی بللی ده .
روسیه او دایران اسلامی جمهوریت د سوریې دحکومت په رسمی بلنه له ترهګرو سره په مبارزې کښې له دمشق سره مرسته کوی .
د سوریې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان، امریکا، انګلستان، فرانسې او دهغوې د ملاتړو هیوادونو تر ملاتړ لاندې دترهګرو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی چې اوس هم دوام لری .
په سوریې کښې داعش او نورو وهابی ترهګرو ډلو سخته ماتی خوړلی او امریکا او سعودی عربستان اوس دداعش ډلې زیات غړی لیبیا او افغانستان او ځینو نوروهیوادونوته انتقال کړی دی .