له برجامه د امريکې د وتلو په اړه د ترکيې ردعمل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70808-له_برجامه_د_امريکې_د_وتلو_په_اړه_د_ترکيې_ردعمل
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت او د دغه هېواد د ولسمشر وياند په بيله بيلو بيانيو کښې له برجامه د وتلو لپاره د امريکې د ولسمشر فېصله يو نااميدونکے ګام وبلۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2018 01:38 Asia/Kabul
  • له برجامه د امريکې د وتلو په اړه د ترکيې ردعمل

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت او د دغه هېواد د ولسمشر وياند په بيله بيلو بيانيو کښې له برجامه د وتلو لپاره د امريکې د ولسمشر فېصله يو نااميدونکے ګام وبلۀ.

د ايرنا د رپوټ له مخې د ترکيې خارجه وزارت په يوې بيانيې کښې د امريکې دغه اقدام يو نااميد کونکے او په سيمه کښې د صلحې او ثبات په زيان وبلۀ.

د ترکيې د خارجه وزارت په بيانيه کښې راغلي دي، له برجامه د امريکې وتل يو غلط او په سيمه او نړۍ کښې د امنيت د ټينګولو لپاره د نړيوالو هلو ځلو خلاف اقدام دے.

همدارنګ د ترکيې د ولسمشر وياند ابراهيم کالين هم له برجامه د ټرمپ د وتلو د فېصلي په ردعمل کښې وويل، دغه فېصله په سيمه کښې د بې ثباتۍ سبب کيږي.

کالين په خپله ټوئيټري پاڼه کښې وليکل، له ايران سره له اېټمي موافقې څخه د امريکې يو اړخيز وتل يوه داسې فېصله ده چې د نويو تاوتريخوالو او جنګونو سبب به وګرځي.