د ترکیې خارجه وزیر د ټرمپ وروستۍ پریکړه نهیلې کونکې وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70886-د_ترکیې_خارجه_وزیر_د_ټرمپ_وروستۍ_پریکړه_نهیلې_کونکې_وبلله
مولود چاووش اوغلو له برجامه د وتنې په هکله د امریکې وروستۍ پریکړه یو نهیلې کونکی ګام وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2018 03:15 Asia/Kabul
  • د ترکیې خارجه وزیر د ټرمپ وروستۍ پریکړه نهیلې کونکې وبلله

مولود چاووش اوغلو له برجامه د وتنې په هکله د امریکې وروستۍ پریکړه یو نهیلې کونکی ګام وباله.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې چاووش اوغلو پرون په انقره کښې د لیتوانیا له خارجه وزیر سره له کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کښې، په دې خبرې سره چې برجام یوازې د ایران او امریکې ترمینځ لاسلیک شوې موافقه نه ده بلکې اروپايي اتحادیه او ځیني نور هیوادونه هم د دغې موافقې غړي دي، ټینګار وکړ: حکومتونو ته پکار دي چې په لاسلیک کړو هوکړو پابند ووسي.

هغه زیاته کړه: په داسې حال کښې چې نورو هیوادونو له ایران سره پر ایټمي موافقې خپله پابندي اعلان کړې ده، له برجامه د وتنې لپاهر د امریکې یواړخیزه پریکړه یو ناسم اقدام وباله.