امریکا دسوریې 17 بې ګناه خلک مړه او ژوبل کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71068-امریکا_دسوریې_17_بې_ګناه_خلک_مړه_او_ژوبل_کړي
مهر خبری اژانس وایی د سوریې حکومتی ټیلی ویژن په دغه هیواد دامریکا په مشرۍ له داعش سره د تش په نامه د مبارزې دنړیوال ائتلاف د جنګی الوتکو په تیرې کښې د اولسو (۱۷)ملکی خلکو د وژل کیدا او د ژوبلیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 13, 2018 00:06 Asia/Kabul
  • امریکا په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په دغه هیواد پوځي تیري او حملې کړي دي .
    امریکا په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په دغه هیواد پوځي تیري او حملې کړي دي .

مهر خبری اژانس وایی د سوریې حکومتی ټیلی ویژن په دغه هیواد دامریکا په مشرۍ له داعش سره د تش په نامه د مبارزې دنړیوال ائتلاف د جنګی الوتکو په تیرې کښې د اولسو (۱۷)ملکی خلکو د وژل کیدا او د ژوبلیدا خبر ورکړ .

د سوریې په شمال ختیځ کښې په الحسکه سیمه کښې په حمادی کلی د امریکا په مشرۍ د تش په نامه دائتلاف د جنګی الوتکو په حملې کښې اته (۸)ملکیان وژل شوی او نهه(۹) نور ژوبل شوی دی .

دامریکا له تیرو څو کلونو راهسې په ځلونو په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په دغه هیواد پوځی تیری او حملې کړی دی .

دسوریې  حکومت تل دامریکا اقدام نیواکګر بللی او هغه یې د خپلې واکمنۍ خلاف ورزۍ بللی او هغه یې غندلی دی .

بل خبر د اچې  دسوریې د پلازمینې دمشق په جنوب کښې د بیت سحم، یلدا او دببیلا ښارګیو له پاکیدا  او په دغو سیمو کښې د سوریې دبیرغونو له رپیدا وروسته خپلو کورونو ته د  خلکو ورتلل پیل شوی او تراوسه په سلګونو کورنۍ دوو(۲) ښارګیو ته ورغلی دی .

په سوریې کښې جنګ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان ، امریکا او دهغوې دملاتړو هیوادونو تر ملاتړ لاندې دترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی چې اوس هم دوام لری .