امریکا دسوریې 17 بې ګناه خلک مړه او ژوبل کړي
-
امریکا په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په دغه هیواد پوځي تیري او حملې کړي دي .
مهر خبری اژانس وایی د سوریې حکومتی ټیلی ویژن په دغه هیواد دامریکا په مشرۍ له داعش سره د تش په نامه د مبارزې دنړیوال ائتلاف د جنګی الوتکو په تیرې کښې د اولسو (۱۷)ملکی خلکو د وژل کیدا او د ژوبلیدا خبر ورکړ .
د سوریې په شمال ختیځ کښې په الحسکه سیمه کښې په حمادی کلی د امریکا په مشرۍ د تش په نامه دائتلاف د جنګی الوتکو په حملې کښې اته (۸)ملکیان وژل شوی او نهه(۹) نور ژوبل شوی دی .
دامریکا له تیرو څو کلونو راهسې په ځلونو په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په دغه هیواد پوځی تیری او حملې کړی دی .
دسوریې حکومت تل دامریکا اقدام نیواکګر بللی او هغه یې د خپلې واکمنۍ خلاف ورزۍ بللی او هغه یې غندلی دی .
بل خبر د اچې دسوریې د پلازمینې دمشق په جنوب کښې د بیت سحم، یلدا او دببیلا ښارګیو له پاکیدا او په دغو سیمو کښې د سوریې دبیرغونو له رپیدا وروسته خپلو کورونو ته د خلکو ورتلل پیل شوی او تراوسه په سلګونو کورنۍ دوو(۲) ښارګیو ته ورغلی دی .
په سوریې کښې جنګ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې د سعودی عربستان ، امریکا او دهغوې دملاتړو هیوادونو تر ملاتړ لاندې دترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې د معادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی چې اوس هم دوام لری .