ترهګر د سرو زرو د موندلولپاره قبرونه راسپړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71942-ترهګر_د_سرو_زرو_د_موندلولپاره_قبرونه_راسپړی
ایرنا خبری اژانس وایی ترهګر د سوریې په عفرین سیمه کښې د سرو زرو او خزانې دموندلو لپاره ددغه سیمې د احترام وړ د دینی مشرانو قبرونه راسپړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2018 00:58 Asia/Kabul
  • ترهګرو دغه راز د عفرین سیمې لرغوني اثار او د «عین دارا» د عبادت ځاې پاتې برخې چې لس زره(۱۰۰۰۰) کاله لرغونوالی لري هم چورتالان کړي دي .
    ترهګرو دغه راز د عفرین سیمې لرغوني اثار او د «عین دارا» د عبادت ځاې پاتې برخې چې لس زره(۱۰۰۰۰) کاله لرغونوالی لري هم چورتالان کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی ترهګر د سوریې په عفرین سیمه کښې د سرو زرو او خزانې دموندلو لپاره ددغه سیمې د احترام وړ د دینی مشرانو قبرونه راسپړی .

دسوریې «الوطن» ورځپاڼې پرون دځایی سرچینو په قول وویل د عفرین سیمې ځینو وسیدونکو له ترهګرو د تښتیدا په وخت خپل ځینې سره زر او  شتمنۍ ددې لپاره چې ترهګر یې په لارو کښې چورتالان نکړی په هدیرو او سپیڅلیو مزارونو کښې پټې کړی دی .

ترهګر په همدې خاطر د سرو زرو او دشتمنیو د پیدا کولو لپاره دمذهبی مزارونو  په ورانولو او  د قبرونو په راسپړلو کښې له یوبل سره سیالۍ کوی .

د سوریې ځایی سرچینو وویل د عفرین ښار په الزیدیه محلې کښې د الشیخ زاید مزار چې دسورې دکردانو د احترام وړ مزار دی اخری زیارت  دی چې د خزانې او د سرو زرو د موندلو لپاره دترهګرو لخوا  ړنګ کړی شوی دی .

ترهګرو دغه راز د عفرین سیمې لرغونی اثار او د «عین دارا» د عبادت ځاې پاتې برخې چې لس زره(۱۰۰۰۰) کاله لرغونوالی لری هم چورتالان کړی دی .

په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې  امریکا ،انګلستان ، فرانسه ، سعودی عربستان، ترکیه ، قطر ، اردن ، اسرائیل ، متحده عربی امارات، بحرین ، کویت  او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .