ترهګر د سرو زرو د موندلولپاره قبرونه راسپړی
-
ترهګرو دغه راز د عفرین سیمې لرغوني اثار او د «عین دارا» د عبادت ځاې پاتې برخې چې لس زره(۱۰۰۰۰) کاله لرغونوالی لري هم چورتالان کړي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی ترهګر د سوریې په عفرین سیمه کښې د سرو زرو او خزانې دموندلو لپاره ددغه سیمې د احترام وړ د دینی مشرانو قبرونه راسپړی .
دسوریې «الوطن» ورځپاڼې پرون دځایی سرچینو په قول وویل د عفرین سیمې ځینو وسیدونکو له ترهګرو د تښتیدا په وخت خپل ځینې سره زر او شتمنۍ ددې لپاره چې ترهګر یې په لارو کښې چورتالان نکړی په هدیرو او سپیڅلیو مزارونو کښې پټې کړی دی .
ترهګر په همدې خاطر د سرو زرو او دشتمنیو د پیدا کولو لپاره دمذهبی مزارونو په ورانولو او د قبرونو په راسپړلو کښې له یوبل سره سیالۍ کوی .
د سوریې ځایی سرچینو وویل د عفرین ښار په الزیدیه محلې کښې د الشیخ زاید مزار چې دسورې دکردانو د احترام وړ مزار دی اخری زیارت دی چې د خزانې او د سرو زرو د موندلو لپاره دترهګرو لخوا ړنګ کړی شوی دی .
ترهګرو دغه راز د عفرین سیمې لرغونی اثار او د «عین دارا» د عبادت ځاې پاتې برخې چې لس زره(۱۰۰۰۰) کاله لرغونوالی لری هم چورتالان کړی دی .
په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې امریکا ،انګلستان ، فرانسه ، سعودی عربستان، ترکیه ، قطر ، اردن ، اسرائیل ، متحده عربی امارات، بحرین ، کویت او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .