سعودی عربستان او قطر په سوریې کښې دترهګرو ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71946-سعودی_عربستان_او_قطر_په_سوریې_کښې_دترهګرو_ملاتړ_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا د ریپبلیکن (Republican Party) ګوند سیناتور رانډ پال(Rand Paul) ددغه هیواد دمشرانو جرګې د خارجی اړیکو د کمیټۍ په غونډې کښې سعودی عربستان او قطر په سوریې کښې د ترهګرو مالی ملاتړی وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2018 01:26 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان او قطر په سیمه کښې د ډیرو ناکراریو ملاتړ کوي .
    سعودي عربستان او قطر په سیمه کښې د ډیرو ناکراریو ملاتړ کوي .

ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا د ریپبلیکن (Republican Party) ګوند سیناتور رانډ پال(Rand Paul) ددغه هیواد دمشرانو جرګې د خارجی اړیکو د کمیټۍ په غونډې کښې سعودی عربستان او قطر په سوریې کښې د ترهګرو مالی ملاتړی وبلل .

هغه پرون دامریکا د مشرانو جرګې د خارجی اړیکو دکمیټۍ په غونډې کښې دایران پرضد د خارجه وزیر مایک پمپئو (Mike Pompeo)په دولسو(۱۲) شرطونو نیوکې سره وویل په سوریې کښې دداعش په شمول دترهګرو ډلو له شتون سره سره چې قطر او سعودی عربستان وسلې او پیسې ورکوی په ایران څرنګه اعتراض کولای شو .

رانډ پال وویل  سعودی عربستان او قطر په سیمه کښې د ډیرو ناکراریو ملاتړ کوی .

د امریکا دغه سناتور دغه راز سعودی عربستان په یمن کښې د انسانی غمیزې عامل وباله او له خارجه وزیر مایک پمپئو یې وغوښتل په ایران د تمرکز پرځاې له عربستان وغواړی چي  دیمن پرضد خپلې حملې بندې کړی .