د چين او جرمني مشرانو د برجام په ساتنه تاکيد وکړ
د چين ولسمشر او د جرمني وزيراعظمې د ايران د اېټمي موافقې يا برجامد ملاتړ او ساتنې په ضرورت تاکيد وکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې د چين ولسمشر شي جين پينګ نن د جرمني د وزيراعظمې آنګلا مېرکل په کتنه کښې وويل، برجام يوه نړيواله معاهده ده او پکار دي ساتنه يې وشي.
د جرمني وزيراعظمې آنګلا مېرکل هم په دغه کتنه کښې له برجام څخه د ملاتړ ترڅنګه چين د نړيوالې ټولنې يو مهم غړے او د جرمني مهم تجارتي انډيوال وبلۀ او وې ويل:د دواړو هېوادونو تعلقات يو نوي دور ته داخل شوي دي او جرمني غواړي د چين د ورونو د پراختيا له نوي فرصته په استفادې سره د تجارتي ملګرتيا، پانګونې او د کلتوري تبادلاتو په پياوړتيا لاس پورې کړي.
د جرمني وزيراعظمې مېرمن آنګلا مېرکل هم پرون په بيجېنګ کښې د چين له وزيراعظم لی کې چيانګ سره په ګډ اخباري کانفرنس کښې وويل: برلېن او بيجېنګ له برجام څخه په اوسني شکل او بې د امريکې له شتونه ملاتړ کوي.