د عربستان پوځی سلاکاران سوریې ته تللی وو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72342-د_عربستان_پوځی_سلاکاران_سوریې_ته_تللی_وو
زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې د امریکا په یوې(۱) پوځی اډې کښې له کرد وسله والو ډلو سره د سعودی عربستان د پوځی سلاکارانو کتنه ایشوا شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2018 07:49 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د تیرې اپریل میاشتې په لومړیو کښې په سوریې کښې د کردستان ډیموکراټیک اتحا ګوند ته یوشمیر مرستې استولي وې .
    سعودي عربستان د تیرې اپریل میاشتې په لومړیو کښې په سوریې کښې د کردستان ډیموکراټیک اتحا ګوند ته یوشمیر مرستې استولي وې .

زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې د امریکا په یوې(۱) پوځی اډې کښې له کرد وسله والو ډلو سره د سعودی عربستان د پوځی سلاکارانو کتنه ایشوا شوه .

د سعودی عربستان دریو(۳) پوځی سلاکارانو په تیرې جمعې ورځ دسوریې په شمال ختیځ کښې د عین العرب (Kobanî, officially Ayn al-Arab)ښار په جنوب کښې دامریکا دعسکرو په یوې اډې کښې د کردستان دکارګرانو ګوند او د کردستان دډیموکراټ ګوند چې دامریکا له ملاتړ لاندې دی له چارواکو سره کتنه اوخبرې کړی وې .

د سوریې عین العرب(Kobanî, officially Ayn al-Arab) سیمې ته د سعودی عربستان د پوځی سلاکارانو د سفر هدف په دغه سیمه کښې د عربو د پوځیانو د یونټونو جوړول دی او ددغو پوځی یونټونو د جوړولو اصلی بنسټ به د الصنادید وسله واله ډله وی چې همدا اوس د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو یوه(۱) برخه ګڼل کیږی .

دترکیې اناتولی خبری اژانس د یوې ځایی سرچینې په قول وویل سعودی عربستان د تیرې اپریل میاشتې په لومړیو کښې په سوریې کښې د کردستان ډیموکراټیک اتحا ګوند ته یوشمیر مرستې استولی وی او د فارس خلیج په چارو کښې د سعودی عربستان وزیر د تیر میلادی کال په اکتوبر میاشت کښې د سورې رقه ښار ته چې د دغه ګوند په کنټرول کښې دی سفر کړی او دامریکا له چارواکو سره یې کتنه کړی وه .

د امریکا دبهرنیو چارو وزارت د  روان میلادی کال په جنورۍ میاشت کښې د سوریې په شمال ختیځ کښې د کردانو د دیرش زره(۳۰۰۰۰) کسیز پوځ د جوړولو لپاره د واشنګټن د ارادې خبر ورکړی وو .

داپه داسې حال کښې دی چې صهیونیسټ رژیم ټیلی ویژن هم څه موده مخکې په یوه (۱)راپور کښې په لبنان د حملې لپاره  له تل اویو څخه د سعودی عربستان د غوښتنې او په سوریې د برید لپاره له تل اویو سره د عربستان د استخباراتی مرستې خبر ورکړی وو .