امریکا دسوریې قانونی خبرداری ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/world-i72490-امریکا_دسوریې_قانونی_خبرداری_ته_غبرګون_وښود
مهر خبری اژانس وایی د امریکا دفاع وزارت پینټاګان له سوریې دامریکا د پوځیانو د وتلو په اړه د دمشق د حکومت په حقه او قانونی خبرداری ته بد او له زور څخه ډک غبرګون وښود .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 01, 2018 10:33 Asia/Kabul
  • سوریې ولسمشر بشار اسد ویلي دي دامریکا پوځیان باید له سوریې ووځي ځکه چې دغه هیواد دسوریې د خلکو دی .
    سوریې ولسمشر بشار اسد ویلي دي دامریکا پوځیان باید له سوریې ووځي ځکه چې دغه هیواد دسوریې د خلکو دی .

مهر خبری اژانس وایی د امریکا دفاع وزارت پینټاګان له سوریې دامریکا د پوځیانو د وتلو په اړه د دمشق د حکومت په حقه او قانونی خبرداری ته بد او له زور څخه ډک غبرګون وښود .

دامریکا د وسله والو ځواکونو یوه (۱)چارواکی کینیت مکنزی (Kenneth F. McKenzie)د سوریې په خاوره کښې د واشنګټن غیرقانونی شتون او پوځی لاسوهنو ته له اشارې پرته چې دنړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ او د دمشق له قانونی حکومت څخه له اجازې ترلاسه کولو پرته دی ادعا وکړه ښه خبره دا ده چې په سوریې کښې ټولې ډلې پوهې شی دامریکا په عسکرو یا ددوې په ائتلافی ځواکونو حمله ناخوښ سیاست دی .

دامریکا دغه لوړ رتبه پوځی چارواکی له سپین سترګی توب څخه په ډکو څرګندونو کښې چې ویلی دی دامریکا عسکر په سوریې کښې دی او کوم بدلون نه دی رامینځته شوی وویل ددغه بدلون په لړ کښې هرډول اقدام به بد کړچار وجاجول شی .

دامریکا ددغه پوځی چارواکی دغه له سپین سترګی توب څخه ډکې څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د سوریې ولسمشر بشار اسد ویلی دی دامریکا پوځیان باید له سوریې ووځی ځکه چې دغه هیواد دسوریې د خلکو دی او هغوې په خپله خاوره کښې د امریکا دعسکرو شتون نه منی .

دسوریې ولسمشر بشار ټینګار وکړ امریکا باید ووځی او وبه هم ځی ځکه چې هغه هیوادونه چې په غیر قانونی ډول عراق ته ورننوتل او ټولو خلکو ولیدل چې څه ورسره وشول نوامریکا  اوس باید درس ترلاسه کړی  .