له بوکمال ښار څخه داعش ترهګر ووتل
-
امریکا او نور عرب هیوادونه دداعش ډلې په ماتي ډیر اندیښمن دي .
زمونږ خبریال وایی د سوریې د پوځ د عملیاتو په دوام سره د داعش ترهګرې ډلې غړی پرون د بوکمال ښار پریښودو ته مجبوره شول .
د سوریې عسکر او دهغوې متحدان پرون له بوکمال ښار څخه د داعش ترهګرې ډلې دغړیو له شړلو وروسته وتوانیدل په کامل ډول دښار کنټرول په لاس کښې واخلی .
داعش ډله په تیرو څو میاشتو کښې په سوریې کښې د خپلو ناکامیو په دوام کښې په بوکمال ښار کښې له سترې ماتی سره مخ شوه او له دغه ښار څخه تښتیدا ته مجبوره شوه .
په سوریې او عراق کښې د داعش د کار دختمیدا اعلان په سخته د دغه وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې ملاتړی یعنی امریکا او نور عرب او اروپایی هیوادونه اندیښمن کړی دی او هغوې په بیلابیلو رودو سره هڅه کوی دداعش ډلې دغړیو له سره منظمولو او ورسره سره لاجیسټیکی مرستو کولو سره د سوریې او د عراق په شمول په سیمه کښې د ترهګرو ډلو په کامل ډول دماتی مخه ونیسی .