لاوروف او ګوټرېش د برجام په اړه صلاح مشورې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73732-لاوروف_او_ګوټرېش_د_برجام_په_اړه_صلاح_مشورې_وکړې
د روسيې خارجه وزير او د ملګرو ملتو مشر له يو بل سره ليدل کتل وکړل او د برجام او د شمالي کوريا د مسئلې په اړه يې خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2018 14:03 Asia/Kabul
  • لاوروف او ګوټرېش د برجام په اړه صلاح مشورې وکړې

د روسيې خارجه وزير او د ملګرو ملتو مشر له يو بل سره ليدل کتل وکړل او د برجام او د شمالي کوريا د مسئلې په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د ريانووسټي خبري اژانس د رپوټ له مخې د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف نن په ماسکو کښې د ملګرو ملتو د مشر آنتونيو ګوټرېش له کتنې وروسته په اخباري کانفرنس کښې وويل: په دغه کتنه کښې د شمالي کوريا په اړه د حالاتو او له برجام څخه د امريکې له  وتلو نه پس د دغه نړيوال سند د برخليک په باره کښې د نظر تبادله وکړه.

سرګئ لاوروف زياته کړه، د ملګرو ملتو له مشر سره مو د يو لړ نويو ټکو په اړه چې تر يو حده د کوريا ټاپو وزمې او ورسره د اړوندو مسائلو به حقله خوش بيني رامنځته کوي خبرې اترې وکړې.

د ملګرو ملتو مشر پرون هم د روسيې له ولسمشر ولاديمير پيوټن سره کتنه وکړه.

د روسيې ولسمشر د ملګرو ملتو د مشر په کتنه کښې تاکيد وکړ دغه نړيواله اداره پکار دي په نړيوالو چارو کښې مرکزي او د مشرۍ رول ولوبوي.