لاوروف او ګوټرېش د برجام په اړه صلاح مشورې وکړې
د روسيې خارجه وزير او د ملګرو ملتو مشر له يو بل سره ليدل کتل وکړل او د برجام او د شمالي کوريا د مسئلې په اړه يې خبرې اترې وکړې.
د ريانووسټي خبري اژانس د رپوټ له مخې د روسيې خارجه وزير سرګئ لاوروف نن په ماسکو کښې د ملګرو ملتو د مشر آنتونيو ګوټرېش له کتنې وروسته په اخباري کانفرنس کښې وويل: په دغه کتنه کښې د شمالي کوريا په اړه د حالاتو او له برجام څخه د امريکې له وتلو نه پس د دغه نړيوال سند د برخليک په باره کښې د نظر تبادله وکړه.
سرګئ لاوروف زياته کړه، د ملګرو ملتو له مشر سره مو د يو لړ نويو ټکو په اړه چې تر يو حده د کوريا ټاپو وزمې او ورسره د اړوندو مسائلو به حقله خوش بيني رامنځته کوي خبرې اترې وکړې.
د ملګرو ملتو مشر پرون هم د روسيې له ولسمشر ولاديمير پيوټن سره کتنه وکړه.
د روسيې ولسمشر د ملګرو ملتو د مشر په کتنه کښې تاکيد وکړ دغه نړيواله اداره پکار دي په نړيوالو چارو کښې مرکزي او د مشرۍ رول ولوبوي.