دتهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پیل کې د تهران او ورپسې که وخت پاتې شو ،نو دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو ،نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ.
داهم دتهران ورځپاڼو په سر کې کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل لومړی مخ ئې لیکلی دی ، دایران داسلامی جمهوریت مرستیال خارجه وزیر سید عباس عراقچی په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، ممکنه ده اروپائی اتحادیه له امریکا پرته په جامعې ایټمی موافقې کې دایران د غوښتنو دپوره کیدا په خاطر تر لسو ورځو پورې خپل پیکیج وړاندې کړی ، خو باید ووایوو چې که دایران غوښتنې تامین نشی ،نو په دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې دایران پاتیکیدل هیڅ معنا او دلیل نه لری .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، په ترکیې کې نن د دغه هیواد دولسمشرۍ او د پارلیمان داستازو د ټاکنې لپاره وارمخکې انتخاباتو ورځ وه . د ترکیې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان په داسې حال کې دترکیې د دغو نننیو وارمخکې انتخاباتو ترسره کیدا ته غاړه کیښودلې ، چې کارپیژاندی د دغې موضوع راز ، د سیمه ایزو او اقتصادی مشکلاتو له سختیدا څخه د هغه ویره ګڼی . د دغو نننیو ټول ټاکنو په باب دنظرسنجیو نتیجې هم ښئ رجب طیب اردوغان دبریالیتوب لپاره سخته لاره په وړاندې لری .
په ملګروملتو کې دامریکا استازې نیکی هیلې په امریکا کې د بې وزلۍ په باب د د دغې موسسې په راپور د سخت غبرګون په ښودلو سره دغه راپور یوه ملنډه بللې او وئیلی ئې دی ، دغه راپور له حقیقته ډ یر لیرې دی . حال دا چې څو ورځې مخکې د امریکا نامتو سیاستوال سنډرز او د ډیموکراټیک او جمهوری غواړی دواړو ګوندونو څو نورو پارلیمانی استازو نیکی هیلې ته د خطاب په یوه لیک کې له هغې غوښتی وو ، چې دامریکا په باب دبشری حقوقو او دبې وزلۍ په چارو کې د ملګروملتو دځانګړی رپورټر نتیجې دې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وروښئ. دملګروملتو په وروستی راپور کې راغلی دی ، په امریکا کې څه دپاسه څلویښت میلیون کسان په بې وزلۍ کې ژوند کوی .
دامریکا دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې وئیلی دی ، دلاکهیډ مارتین نومې شرکت په بحرین د ایف شپاړس ډوله ماډرن جنګی الوتکو د خرڅلاؤ لپاره له آل خلیفه رژیم سره د یو اعشاره یو میلیارډ ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی .
دنیجریه پولیسو او امنیتی مامورانو یو ځل بیا د دغه هیواد په کادونا ښار کې د اسلامی غورځنګ له رهبر شیخ ابراهیم الزکزاکی او دهغه له ماندنې سره دپیوستون داعلان په مناسبت دلسګونو زره خلکو ولولناک لاریون یرغل کړی او دغه سوله ایز لاریون کونکی خلک ئې په وینو کې لیت بیت کړی او له هغوی ئې په سلګونو کسان نیولی هم دی، البته ځینی راپورونه ښئ چې یوشمیر کسان پکې شهیدان هم شوی دی .
دانګلستان اینډیپینډنټ ورځپاڼې په یوه راپور کې دامریکا په ویرجینیا ایالت کې د کډوالو د ماشومانو په یوه ساتونکی مرکز کې د ماشومانو له نفسیاتی شکنجې او وهلو ټکولو په څیر له غیر انسانی جنایتونو پرده پورته کړې ده .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخپلو ژمنو د بې باؤرۍ په باب یو ځل بیا ټپه وهلې ، او دامریکا اوشمالی کوریا دخبرواترو د روان پړاؤ په شپو ورځو کې او له دې څو ورځې وروسته چې ټرمپ وئیلی وو، دشمالی کوریا شخړه ئې په بیله ځان ختمه کړې ، خبرونه رارسیدلی چې واشنګټن دشمالی کوریا په ضد د بیړنی وضعیّت په تمدیدولو سره د پیونګ یانګ په خلاف بندیزونه تر یوه بل کال لپاره تمدید کړل .
د آحارونوت صهونیسټی ورځپاڼې د راپور په اساس ، داسرائیلو کابو څلورپنځوس فی صدی عسکر او ماموران نشه یان دی .
دیمن د الحدیده ښار په لګسونو زره خلکو د امریکائی سعودی ائیتلاف دتیریو په غبرګون کې په سترو مظاهرو جوړولو سره په یمن کې په تیره بیا په الحدیده کې په بې ګناه خلکو وحشی ډوله حملې په سخته محکومې کړې او یو ځل بیا ئې وښودله چې دخپلې خاورې د دفاع لپاره کلک هوډ لری .
د سورئې په جنوب اوشمال کې د دغه هیواد د پوځ له پراخو او چټکو پرمختګونو او د دغه هیواد د سرحدی سیمو اوکلو او ښارګوټو له آزادولو سره په یو وخت ، امریکا سره د ملګروملتو دسرمنشی ، د دغو عملیاتو د درولو لپاره دروسیې لمن ته لاسونه واچول . له دې سره په یووخت ځینی راپورنه هم رارسیدلی چې د سورئې د آزاد پوځ نومې مخالفو ډلو یوه ستره ډله کسان د سورئې پوځ سره یو ځای شوی دی .
دصهونیسټ رژیم معاریو ورځپاڼې بلاخره هم ایشواکړه چې د حرمیّنو شریفیّنو دتش په نامه خادم او دسعودی عربستان دپاچا زوی او ولی عهد او د دغه هیواد دفاع وزیر محمد بن سلمان په اردون کې د صهونیست رژیم له لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو سره پټ لیده کاته کړی او دفلسطین د موضوع په باب ئې دامریکا له خوا :د پیړۍ د معاملې : په اړه هغه ته ډاډ و رکړی دی .
= د اهم جام جم ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، په داسې حال کې چې د روسیې د ۲۰۱۸کال د فټ بال جام د نړیوالو لوبو په دوام کې سباشپې کابو لس نیمې بجې دایران داسلامی جمهوریت دفټ بال ملی لوبډله د پرتګال دفټ بال له ملی لوبډلې سره لوبه کوی ، دایران د فټ بال دملی لوبډلې مشر مربی یا کوچ کارلوس کی روش چې پخپله هم یو پرتګالی دی ، له ایرانیو خبریالانو سره ئې په خبری ناستې کې پخپلو خبرو کې هوډ ښودلی ، له پرتګال ملی لوبډلې سره سخته لوبه لرو ، خو زه باؤری یم چې د خپلو لوبغاړو روحیې او انګیزې ته په پام سره به یوه داسې لوبه نندارې ته وړاندې کړو چې له اسپانیا سره د ایران د فټ بال د ملی لوبډلې لوبه به ئې هیر شی او زه ډاډمن یم چې په ایران کې د ما دشتون په پړاؤ کې به دغه کیدونکی لوبه نه هیریدونکی او برخلیک ټاکونکی وی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دایران د والی بال ملی لوبډلې هم پرون ماښام دتهران په آزدۍ سټیډیم کې د بلغارستان د ولی بال ملی لوبډلې ته د یوه ګیم په مقابل کې په درو ګیمونو سره ماتې ورکړه .
په افغانستان کې د افغان او بهرنیو عسکرو په ضد د وسلوالو طالبانو جملې اوبمی چاودنې هماغه راز دوام لری او داسې کومه ورځ نشته چې په دغو شخړو کې یو شمیر جنازې اوچتې نشی ، حال دا چې د افغانستان حکومت د وړوکی اختر په مناسبت له وسلوالو طالبانوسره شوی لنډ مهاله اوور بند بیا هم غزولی او یوازې دفاعی پوزیشن ئې غوره کړی دی . البته دا ئې وئیلی دی ، چې پ دغه اوور بند کې هم داعشی او القاعدې ډلې نه شاملیږی .
دغې ورځپاڼې همداراز له جامعې ایټمی موافقې دجرمنی دصدراعظمې د ملاتړ په باب یوه مقاله لیکلی او وئیلی ئې دی ،د جرمنی صدراعظمې میرمن آنګلامرکل یو ځل بیا ټینګار کړی ، چې باید جامعه ایټمی موافقه پخپل ځای وساتل شی .
په دغې مقالې کې لیکل شوی دی دجرمنی صدراعظمې اردن ته پخپل وروستی سفر کې د دغه هیواد له پاچا ملک عبدا.... سره په کتنې کښې دغه موافقه یوه نړیواله ایټمی موافقه بللې چې په موجوده وخت کې ئې یوه بله موافقه هم ځای نشی نیولی . هغې همداراز ټینګار کړی ،اروپائی هیوادونه له امریکا پرته ، د د غې نړیوالې موافقې د ساتنې لپاره هڅه کوی.
= اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه موراخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو .(البته باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )
د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو زیاتره تبصرې بیا هم په افغانستان کې د روانې جګړی ختمیدا او د سولې د ټینګښت لپاره پر روانو هڅو بحثونو ته بیله کړی دی
سرخط ورځپاڼې په خپلې تبصرې کې د افغانستان د روانې جګړې په اړه د دینی عالمانو او په تېره بیا د کعبې د امام په وروستیو څرګندونو بحث کړی او لیکلی یې دی چې افغان ولسمشر اشرف غنی بریالی شوی څو په هېواد کې له روانې ناولی جګړې د اسلام زرین پوښ ټول او د روانې جګړې اصلی ناولی څېره ښکاره کړی.
ورځپاڼه وړاندې ځینو پرمختګونو ته په اشارې لیکی چې اشرف غنی د جګړې پر وړاندې کرکه پیاوړی کړې او تر ډېره حده یې دغې جګړې ته د سیمې او ګاونډیانو د استخباراتی کړیو، ترهګرو هېوادونو او ادارو له خوا ورکړل شوی جعلی مشروعیت ختم کړی دی .
د ورځپاڼې اشاره د اندونیزیا او کابل غونډو ته ده چې پکې دینی عالمانو دغه جګړه نا روا بللې او لیکلی یې دی چې دا دی اوس له کعبې له شاوخوا څخه هم د جګړې پر ضد غږ پورته شوی دی .
ورځپاڼې هیله څرګنده کړې چې د روانې میاشتې په وروستیو کې په سعودی عربستان کې د دینی عالمانو په یوه بله غونډه کې چې بیا هم د افغانستان په حالاتو بحث کوی، د روانې جګړې پر ضد یوه فتوا صادره شی.
= مسیر ورځپاڼې بیا وروستیو بدلونونو ته په اشارې لیکلی چې اوس د سولې غوښتنه او د جګړې په ښکېلو اړخونو د سولې لپاره فشارونه تر بل هر وخت زیات شوی دی . ورځپاڼه لیکی چې دا دباونه د افغان ولس له لوری هم دی، له بهره هم، خو خپله په جګړه کې د ښکېلو اړخونو ترمینځ سولې ته تمایل په بې ساری توګه زیات شوی دی.
ورځپاڼې وړاندې د خپلې تبصرې په دوام کې د سولې لپاره ناپّیلی ولسی خوځښت خورا مهم بللی او سپارښتنه یې کړې چې دغه خوځښت باید همداسې ناپییلی او ولسی پاتې شی.
= ویسا ورځپاڼه که له یوې خوا په خپل لومړی مخ کې لیکی چې طالبانو د هلمند د سولې د کاروان غوښتنې رد کړی، نو بل ځای یې د سولې د عالی شورا په حواله لیکلی چې له طالبانو سره به د سولې رسمی خبرې ډېر ژر پیل شی.
ورځپاڼې وړاندې د سولې د عالی شورا د چارواکو په حواله لیکلی ، وروستی پرمختګونه دا ښیی چې افغانستان د یو ستر بدلون په درشل کې دی او ډېر ژر به د افغان دولت، وسله والو طالبانو او امریکا درې اړخیزې خبرې پیل شی.
ورځپاڼې د همدې مخ په یوه جلا مطلب کې د افغان سولې په اړه د نړیوالو کتونکو نظر راخستی او لیکلی یې دی ، د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو شونتیا ډېره شوې ده.
= ملی ارمان ورځپاڼې بیا د سولې په تړاو د رامینځته شویو پرمختګونو په اړه د ولسی جرګې غبرګون راخیستی او لیکلی یې دی ، د جرګې غړو ویلی چې پټه سوله د دوی لپاره د منلو وړ نه ده.
ورځپاڼې لیکلی، اوس چې امریکا هڅه کوی، طالبان د سولې خبرو ته وبولی، نو حکومت ته پکار ده چې خلک د روانو خبرو له جزیاتو خبر کړی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې د ملی وحدت حکومت مشرانو ته پکار ده چې له طالبانو سره خبرې د ولس د غوښتنو په رڼا کې پر مخ بوځی.
= هېواد دولتی ورځپاڼې بیا د کعبې او مدینې د ستر امام څرګندونو ته په اشارې چې په افغانستان کې یې روانه جګړه نا روا وبلله، له طالبانو غوښتی چې له دې ناروا جګړې لاس واخلی.
ورځپاڼې لیکلی چې د کعبی امام او له دی مخکې په اندونیزیا او کابل کې دینی عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او طالبانو ته پکار ده چې له جګړې لاس واخلی او په دې ډول دې د سیمې او ګاونډ د مغرضو کړیو په لمسون، روانه جګړه او ورور وژنه پای ته ورسوی.
= دنیا ورځپاڼې بیا لیکلی چې د هلمند د سولې د کاروان غړی چې له طالبانو ناهیلی شوی، غواړی ، په کابل کې د هغو هېوادونو د سفارتونو په وړاندې د پرلت کېږدۍ ودروی چې پر طالبانو لږ یا ډېر نفوذ لری.ورځپاڼه د سولې د کاروان د ځینو غړو په حواله لیکی ، دوی به په کابل کې د ایران، پاکستان، امریکا او روسیې سفارتونو ترڅنګ، د یوناما د دفتر مخې ته هم د پرلت خېمې ودروی.
ورځپاڼې لیکلی چې د هلمند د سولې د کاروان غړی که څه هم ټانک او ټوپک نه لری، خو د جګړې پر ضد د افغانانو واحد درد او دریځ ورسره دی او له نړیوالو یې غوښتی چې د افغانانو دی درد ته په کتوسره دې ، نور د سولې د ټینګښت لپاره صادقانه هڅې وکړی.
(ژباړن: سیماب)