په مالي کې په قامي شخړه کې پنځوس کسان ووژل شول
Jun 25, 2018 01:23 Asia/Kabul
نامعلومو وسله والو کسانو پرون په د مالي هیواد په مرکې موپتي سیمه کې په یوه کلي په برید سره کابو پنځوس ملکي کسان منجمله څوښځې او ماشومان ووژل .
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د مالي ځایی مقاماتو وویل چې په دغه برید کې څوارلس کسان ژوبل او لس ورک شوې هم دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه حملې پړه په غاړه نه ده اخستې خو شواهد ښیي چې یرغلګرو د قومیتي ناندریو په وجه دغه کسان وژلې دي.
د مالي په شمالي او مرکزي سیمو کې په وروستیو میاشتو کې خونړۍ پيښې شوې دي.
مالي له ۲۰۱۲ کاله له کودتا او ناامنیو او د ترهه ګرو ډلو له پیاوړې کیدو سره مخامخ دی.
ټیګونه