د فټ بال په نړیوال کپ کې پرون درې لوبې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i73936-د_فټ_بال_په_نړیوال_کپ_کې_پرون_درې_لوبې_وشوې
 په روسیې کې د روان فټ بال کپ په نړیوالو سیالیو کې  انګلینډ ، پانامه ، او کولمبیا  پولینډ ته ماته ورکړه او د سینګال او جاپان میچ برابر شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 25, 2018 01:29 Asia/Kabul
  • د فټ بال په نړیوال کپ کې پرون درې لوبې وشوې

 په روسیې کې د روان فټ بال کپ په نړیوالو سیالیو کې  انګلینډ ، پانامه ، او کولمبیا  پولینډ ته ماته ورکړه او د سینګال او جاپان میچ برابر شو.

 

 د رارسیدلو راپورونو سره سم  پرون د انګلستان او پاناما په لوبه کې  انګلینډ پانامه ته د یو په مقابل کې په شپږ ګولونو سره ماته ورکړه چې په کې د هیري کین هیټ ټرک هم شامل و.

د جاپان او سینګال تر مینځ په لوبه کې دواړو ټیمونو دوه دوه ګولونه وکړل او یو یو پواینټ یې واخسته.

 د فټ بال د نړیوالو سیالیو په یوولسمه ورځ پرون  په دریم میچ کې د کولمبیا لوب ډلې پولینډ ته درې په صفر ماته ورکړه.

 په دغه لوبه کې د کولمبیا مزبوت ټیم له هماغه اوله په  سینګال زبر ښکاریده او  د دریو پواینټونو په ګټلو سره یې  بلې مرحلې ته تللو لپاره هیله ژوندۍ وساتله.