دامریکا دباندنیو چارو وزارت ویانده دانسانیت لپاره کار نه کوی
-
د رستوران مالکې په یوې سختې لهجې کښې دوه ځله د امریکا دخارجه وزارت ویاندې سارا سانډرز ته وویل چې سمدستي له رستورانه ووځه .
زمونږ خبریال وایی دامریکا د بهرنیو چارو دوزارت ویانده له رستوران وویستل شوه .
دامریکا په په ویرجینیا ایالت کښې دیوه رستوران مالکې د بهرنیو چارو وزارت ویانده میرمن سارا هوکابې سینډرز (Sarah Huckabee Sanders)په دې وجه چې هغه دانسانیت لپاره نه بلکې د ولسمشر ټرمپ په شان د ظالم سړی لپاره کار کوی له خپل رستوران وویستله .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ظالم ، بې منطقه او سرزوری کس دی او دغه راز له ډیرو ښځو سره یې جنسی اړیکې هم لرلی دی .
ویل کیږی چې دامریکا دخارجه وزارت ویانده سارا سانډرز چې کله بیګا په ویرجینا ایالت کښې رستوران ته له خپلې کورنۍ سره یوځاې ورسیدله نو د رستوران مالکې میرمن اسټیفنی ولکنسن ورته وویل ته د ولسمشر ټرمپ لپاره کار کوې او ښه خبره دا ده چې سمدستی زما له رستوران څخه ووځه .
د رستوران مالکې په یوې سختې لهجې کښې دوه ځله د امریکا دخارجه وزارت ویاندې سارا سانډرز ته وویل چې سمدستی له رستورانه ووځه .
سارا سانډز هم په یوه ټویټر پیغام کښې ویلی دی زه په دې وجه له رستوران څخه وویستل شوم چې زه د ټرمپ لپاره کار کوم او زه غلی له رستوران ووتلم