ملګری ملتونه:ایران د سولې او امنیت ملاتړی دی
په تهران کښې د ملګرو ملتو د اطلاعاتو مرکز مشرې وویل:د ایران اسلامی جمهوریت،تل د سولې او امنیت ملاتړی او د تاوتریخوالی مخالف پاته شوی دی.
ماریا دوتسنکو نن د ایران د لویدیځ په خرم آباد کښې د ملګرو ملتو او ایران د تاریخی اسنادو او عکسونو د نندارتون په پرانیستونکی دستورې کښې، د دغه نندارتون په ترسره کیدا د خوښۍ په څرګندولو سره زیاته کړه:د ایران اسلامی جمهوریت په ملګرو ملتو کښې مهم سیاسی رول درلودلی دی او ایرانی ډیپلماټانو د ملګرو ملتو په سرمشریزو کښې ډیره مهمه برخه درلودلی ده.
هغې وویل:ایران هغه لومړنی هیواد ؤ چې د خپل استازندویه دفتر د جوړولو لپاره یې ملګرو ملتو ته بلنه ورکړی ده.
د ایران او ملګرو ملتو د تاریخی اسنادو او عکسونو نندارتون د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت د تاریخی سندونو د مرکز او د ملګرو ملتو د عکسونو د آرشیف په ګډون سره د لرستان ولایت په مرکز خرم آباد کښې د راتلونکی جولائی میاشتې تر دوهمه نیټه دوام لری.