مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د ترکیی د ؤلس مشریزو انتخاباتو په هکله؛ تر دی سرټکی لانی چی« تر ۲۰۲۵ کاله پوری له اردوغان سره » په یو راپور کی لیکل شوی:
د ترکیی د وروستیو ؤلس مشریزو انتخاباتو د رأیو د شمیرنی د وروستیو نتائیجو په اساس،« رجب طیب اردوغان » کړای شوی، د ۵۵/۵۲ فیصده رأیو په ګټلو سره له خپلو رقیبانو څخه مخته شی.
د ترکیی په ؤلس مشریزو او پارلمانی انتخاباتو کی د رأیی اخیستنی د
وخت له تمامیدو وروسته، د رأیو د شمیرنی پروسه پیل شوه، چی د شمیرنو نتایج؛ په هر دواړو« ؤلس مشریزو او پارلمانی انتخاباتو» کی، د اردوغان او د هغه د ګوند د مخکی والی بیانونکی دی. د ترکیی د انتخاباتو د ترسره کونی د خپلواکی کمیټی مشر، اعلان وکړ: اردوغان کړای شوی دی د رأیو مطلق اکثریت وګټی.
د ترکیی ؤلس مشر هم څرګنده کړه: د غیر رسمی نتایجو سره سم، د ترکیی خلګو؛ زه د ؤلس مشر په توګه ټاکلئ یم. هیله من یم چی هیڅوک، د خپلی ناکامۍ د پټولو په هدف، د انتخاباتو او د هغو د نتایجو تر پوښتنی راوستو له لارې، ډموکراسۍ ته زیان ونه رسوی.
د ټی آر ټی شبکې راپور ورکړئ، چی د شرایطو لرونکی ۸۷ فیصده کسانو په انتخاباتو کی ګډون کړئ دئ.
*******
د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی تر دی سرټکی لاندی چی« مایک پمپئو له سی ان ان سره په مرکه کی د ټرمپ له سیاستونو دفاع وکړه » د میثم سلیمانی په قلم په یو تحلیلی راپور کی لیکلی دی:
پداسی حال کی چی د امریکی د دولت د کړچارونو په هکله نړیواله کرکه او قهر، زیاتوالئ مومی؛ خو د امریکایی دولتی مقامونه پخپلو خطاګانو باور نه لری. د امریکی خارجه وزیر «مایک پمپئو»، که څه هم پوهیږی چی؛ نه یواځی غیر متحدین او رقیبان د امریکی دولت له تګ لاری څخه راضی نه دی، بلکه د امریکی د متحدانو د اعتراض آواز هم اوچت شوئ، خو بیا هم د ټرمپ دولت له سیاستونو دفاع کوی.
نړیوال؛ د بین المللی ټکسونو؛ له مهاجرانو سره د برخورد او له مکزیک سره په پوله کی، د ماشومانو او میندو او پلارونو د بیلولو په موضوع کی، د امریکی له تګ لارو څخه په کلکه ناراضه او غصه دی؛ خو داسی بریښی، چی« مایک پمپئو » له سی ان ان سره، پخپله ځانګړې مرکه کی د دغو موضوعګانو له کبله هیڅ اندیښنه نه لری. د امریکی خارجه وزیر، پدغه مرکه کی د شمالی کوریا؛ په انتخاباتو کی د روسیی د دخالت او په ناټو کی د لانجی موضوعګانو ته اشاره کړې، او د دولت له نشنلیسټی بهرنی سیاست څخه یی په جذبی سره دفاع وکړه. دغه مسئله ښیی چی مایک پمپئو؛ د ټرمپ لمړیتوبونه منلی دی، او تبلیغوی یی؛ او په کلی توګه، د ؤلس مشر په هکله خپله وفادارې هم په زیاته اندازه ننداری ته ایږدی.
د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی؛ د خپلو نړیوالو خبرونو په یو سرلیک کی لیکلی دی:« افغانستان ته د امریکی د دفاع وزیر ناڅاپی سفر »
د دغه خبر له مخې؛ د امریکی دفاع وزیر، چین ته د خپل سفر په لاره کی، په یو نه اعلان شوی سفر کی افغانستان ته لاړ، او پخپلو څرګندونو کی یی ټینګار وکړ؛ چی د هغه په نظر، د افغانستان په اوږد مهاله جګړه کی بریالیتوب هماغه راز ممکن دئ؛ او یو شمیر وسله والو طالبانو، په مذاکرو کی د برخه اخیستو لپاره د خپل چمتو والی خبر ور کړئ دئ.
د جمهوری اسلامی ورځپاڼی د دغه راپور له مخې، د امریکی دفاع وزیر« جیمز ماټیس »، چی پرون په یو ناڅاپی سفر، د افغانستان پایتخت،« د کابل ښار » ته لاړ، په یو لړ څرګندونو کی وویل: پروګرام یی دا دئ؛ چی هم په افغانستان کی د امریکی د پوځی شتون په ارزونی لاس پوری کړی، او هم دا چی د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د پخلاینی چانس وڅیړی.
دغه سفر؛ چی د امنیتی مسایلو له کبله له مخکی نه ؤ اعلان شوئ، پسله هغه سرته رسیږی؛ چی امریکی د خپلی نوې سیمه ایزې ستراتژۍ په لاره کی د افغانستان له پوځ سره خپلې مرستې؛ زیاتی کړی دی.
د امریکی دفاع وزیر همداراز وویل: چی د طالبانو یو شمیر عناصر، په څرګنده توګه د افغانستان له دولت سره د مذاکری پلوی دی. سره له دې حال هغه تاکید وکړ؛ چی تر اوسه لا د طالبانو ټول وسله وال عوامل، د داشان کار لپاره چمتو والئ نه لری.
******
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ؛ چی د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله یی څه لیکنی کړی دی:
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د وزیرانو د وروستیو استعفاوو او یا لېرې کېدو او همداراز د افغان سولې په وروستیو هڅو مطالب خپاره کړی دی.
وېسا
وېسا خپلواکې ورځپاڼې په ارګ کې د استعفاوو او برطرفیو د را الوتې طوفان په نامه سرمقاله کې ویلی چې ښایی دغه لړۍ لا پسې اوږده شی.
سرمقاله لیکونکی د جمهوری ریاست د ځینو سرچینو په حواله ویلی؛ چې د امنیت شورا غونډې ځنډول شوې او پهدې وروستیو کې ولسمشر محمد اشرف غنی د خپلې نېږدې کړۍ اوونېزې غونډې هم پریښی دی.
د سرمقاله لیکونکې په خبره د حکومتی چارواکو استعفا لامل دا دی، چې ولسمشر غنی له خپلو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو سره ډېر تُند چلند کوی.
په سرمقاله کې وړاندې راغلی، چې ښایی د لوړ پوړو چارواکو د
استعفاوو او لېرې کېدو تر شاه نور لاملونه هم وی، خو د دغه لړۍ دوام د ولس او حکومت په ګټه نهدی.
ارمان ملی
د ارمان ملی ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې دغه پوښتنه مطرح کړې چې ولې پهدې وروستیو کې د وزیرانو د استعفاوو بازار ګرم دی؟
سرمقاله لیکونکی د دغه پوښتنې په ځواب کې ویلی؛ دا چې په افغانستان کې ډېری کسان د تخصص، وړتیا او مسلکیتوب په پام کې نیولو سره نه؛ بلکې د سیاسی جریانونو د خوښۍ لپاره ګومارل کېږی، نو پایله به یې همداسې وی.
د سرمقاله لیکونکی په خبره د ملی یووالی حکومت د خپلو ورکړل شوېو ژمنو خلاف، لا تر اوسه مسلکی کابینه نهده جوړه کړې او هغه یو نیم چې پهکې مسلکی هم وی، په قدرت کې د واکمنو کړیو ترمنځ د سیاسی لوبو ښکار کېږی.
په سرمقاله کې وړاندې راغلی چې د مالیې وزیر او همدا راز د اوبو او برښنا لېرې شوی وزیر، د ملی یووالی حکومت په کابینه کی مسؤلیت منونکی وو، او تر یو حده په خپلو چارو کې بریالی هم وو، خو لیدل کېږی چې دوی په خپله خوښه نه، بلکې د فشار په وجه خپلې دندې پریږدی.
د سرمقاله لیکونکی په خبره؛ کاشکې د دغه لړۍ په دوام کې هغه وزیران استعفا ورکړی او یا هم له دندو لېرې شی، چې بې کفایته دی، خو دا معلومه خبره ده چې داسې به نه کېږی او هغوی چې د زعامت په خوښه ګام نه پورته کوی، یا به له دندې لېرې کېږی او یا به هم استعفاوو ته مجبوره کېږی.
هېواد
هېواد دولتی ورځپاڼې طالبان د چا لپاره جګړه غوره بولی؟ تر
عنوان لاندې په سرمقاله کې ویلی؛ چې د طالبانو له لوری د افغان ولس د پرلهپسې غوښتونو سره ـ سره د اوربند نه منل دا په ډاګه کوی چې دوی د ولس غوښتنو ته دراناوی نهلری.
د سرمقاله لیکونکی په خبره طالبان غواړی چې د نورو په ګټه په افغانستان کې جګړه توده وساتی، خو ورځ تر بلې یې پر وړاندې د ولس له لوری د مخالفت کچه ډېریږی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی چې افغانان نور له جګړې ستړی دی او په ورته وخت پهدې هم پوه شوی چې په افغانستان کې روانه جګړه د زور نه، بلکې د خبرو اترو له لارې یوې مطلوبې نتیجې ته رسیدلای شی، نو ځکه ولسی فشارونه هم زیات شوی دی.
انیس
انیس دولتی ورځپاڼې هم د سولې وروستیو هڅو ته په اشارې سره ویلی، چې اوس په افغانستان کې اوربند د یوه ډلې نه؛ بلکې د ټول ولس غوښتنه ده، او هېڅوک نهشی کولای چې د ولس دغه غوښتنه بابېزه وګڼی.