فرانسه او انګلستان داټومی تړون ساتل غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74125-فرانسه_او_انګلستان_داټومی_تړون_ساتل_غواړی
زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د فرانسې استازی فرانسوا دولاتر (François Delattre) پرون د اټومی موافقې په اړه د امنیت شورا په غونډې کښې وویل له اټومی تړونه دامریکا له وتلو سره سره دغه تړون په خپل ځاې پاتې دی او دواشنګټن فیصله باید داټومی تړون په اجرا هیڅ اغیز ونه شیندی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2018 00:44 Asia/Kabul
  •  تر هغه وخته چې ایران اټومي موافقې ته پاې بند دی فرانسه هم ورته پاې بنده ده .
    تر هغه وخته چې ایران اټومي موافقې ته پاې بند دی فرانسه هم ورته پاې بنده ده .

زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د فرانسې استازی فرانسوا دولاتر (François Delattre) پرون د اټومی موافقې په اړه د امنیت شورا په غونډې کښې وویل له اټومی تړونه دامریکا له وتلو سره سره دغه تړون په خپل ځاې پاتې دی او دواشنګټن فیصله باید داټومی تړون په اجرا هیڅ اغیز ونه شیندی .

هغه وویل تر هغه وخته چې ایران اټومی موافقې ته پاې بند دی فرانسه هم ورته پاې بنده ده .

په ملګروملتونو کښې دفرانسې استازی فرانسوا دولاتر په دې خبرې سره چې د ملګروملتونو امنیت شورا څوځله په عربستان د توغندیو ویشتل غندلی دی  ادعا وکړه حکومتی او غیر حکومتی لوبغاړو ته دهرډول توغندیو، ټیکنالوژۍ او  بلاسټیک وړتیاو انتقالول د امنیت شورا له پریکړه لیکونو سره په تضاد کښې دی او دغه کار باید بند شی .

په ملګروملتونو کښې دبریتانیا استازی میرمن کارن پیرس (Karen Pierce) هم د اټومی موافقې په اړه د امنیت شورا په غونډې کښې وویل لندن په خپل وار سره هماغه راز اټومی تړون ته ژمن دی .

هغې وویل انګلستان به  د اټومی موافقې له نورو شرکاو سره یوځاې له ایران سره د اقتصادی راشه درشه په لاره کښې خپلو هڅو ته دوام ورکړی .

دایران دخارجه وزیر د سیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی هم له یورو نیوز(Euronews) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې له نړیوال ټومی تړون د امریکا له وتلو وروسته د دغه تړون د ساتلو دڅرنګوالی په اړه وویل اټومی تړون د روغتون په ایی سی یو (Intensive care unit)کوټه کښې پروت دی ځکه چې دخپل انډول مهمه برخه یې له  لاسه ورکړی ده او ددغه تړون د انډول برخه دامریکا وتل دی .