امریکا د ایران په اړه له اروپا سره مشوره کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74126-امریکا_د_ایران_په_اړه_له_اروپا_سره_مشوره_کوی
زمونږ خبریال وایی دامریکا دباندنیو چارو وزیر مائک پمپئو(Mike Pompeo) پرون په مشرانو جرګې سینا کښې وویل راتلونکی اونۍ به په بروکسل کښې داروپا له خارجه وزیرانو سره کتنه وکړی چې دایران له اسلامی جمهوریت سره د مقابلې لپاره د لارې د موندلو په اړه ورسره سلامشوره وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2018 00:52 Asia/Kabul
  • واشنګټن د ایران داسلامي جمهوریت پرضد ډیر غلیمانه سیاستونه غوره کړي دي .
    واشنګټن د ایران داسلامي جمهوریت پرضد ډیر غلیمانه سیاستونه غوره کړي دي .

زمونږ خبریال وایی دامریکا دباندنیو چارو وزیر مائک پمپئو(Mike Pompeo) پرون په مشرانو جرګې سینا کښې وویل راتلونکی اونۍ به په بروکسل کښې داروپا له خارجه وزیرانو سره کتنه وکړی چې دایران له اسلامی جمهوریت سره د مقابلې لپاره د لارې د موندلو په اړه ورسره سلامشوره وکړی .

په امریکا کښې واک ته د ولسمشر ټرمپ په رسیدا سره واشنګټن د ایران داسلامی جمهوریت پرضد ډیر غلیمانه سیاستونه غوره کړی دی .

ایران په سیمه کښې  د امریکا او دصهیونیسټ چورلیز له اقداماتو او  دسیسو سره په مقابله کښې اساسی رول لری .

د امریکا خارجه وزیر پمپئو دغه راز دعراق د پارلمان وروستیو انتخاباتو ته په اشارې سره ادعا وکړه امریکا کولای شی په عراق کښې دایران نفوذ کم کړی .

امریکا تل د ایران او دعراق د ستراتیژیکو اړیکو د کمزوری کول غواړی خو بغداد  دامریکا دغه غوښتنې ته هیڅ پام نه کوی .