امریکا له هند وغوښتل له ایرانه تیل مخه اخلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74129-امریکا_له_هند_وغوښتل_له_ایرانه_تیل_مخه_اخلی
زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د امریکا استازی میرمن نیکې هیلې(Nikki Haley) دتهران پرضد د دباونو د زیاتولو په هدف سره په هندوستان غږ وکړ له ایران څخه دتیلو واردول بند کاندی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2018 01:40 Asia/Kabul
  • نوی ډیلی دایران پرضد دامریکا له یواړخیزه بایکاټونو سره مخالف دی .
    نوی ډیلی دایران پرضد دامریکا له یواړخیزه بایکاټونو سره مخالف دی .

زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د امریکا استازی میرمن نیکې هیلې(Nikki Haley) دتهران پرضد د دباونو د زیاتولو په هدف سره په هندوستان غږ وکړ له ایران څخه دتیلو واردول بند کاندی .

هغې پرون په نوی ډیلی کښې د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی ته وویل مهمه خبره دا ده  چې هند د ایران د تیلو اخیستل بند کړی .

نیکې هیلې وویل امریکا به هڅه وکړی هندوستان ته اجازه ورکړی دایران له چابهار بندر څخه له افغانستان سره د ارتباط  لپاره دیوه (۱)کوریډور په توګه استفاده وکړی .

دهندوستان دبهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج(Sushma Swaraj) څه موده مخکې ټینګار کړی وو نوی ډیلی دایران پرضد دامریکا له یواړخیزه بایکاټونو سره مخالف دی .

هغې د ایران او دهندوستان د ملګرتیا په پراختیا ټینګار سره له ایران سره په یورو (Euro)کرنسۍ سره د مالی مبادلو لپاره دنوی ډیلی چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل د متقابل احترام او دنړیوالو اصولو په چوکاټ کښې به هند له ایران سره خپلې اقتصادی راشه درشه ته دوام ورکړی.

امریکا وړمه ورځ دایران له ملت سره د دښمنۍ په چوکاټ کښې وویل مونږ هیوادونو ته ویلی دی چې تر راتلونکی نوامبر میاشتې پورې له ایران څخه د تیلو واردول بند کړی .

دایران دباندنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی پرون دتهران دتیلو د خرڅولو دبندولو لپاره دامریکا د یوه(۱) لوړپوړی چارواکی څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل دایران اسلامی جمهوریت له نړیوالو ظرفیتونو په ګټه پورته کولو او په  کورنیو وسونو تکیې سره د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو او دباو په وړاندې د مقاومت کولو توان لری .