امریکا له هند وغوښتل له ایرانه تیل مخه اخلی
-
نوی ډیلی دایران پرضد دامریکا له یواړخیزه بایکاټونو سره مخالف دی .
زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې د امریکا استازی میرمن نیکې هیلې(Nikki Haley) دتهران پرضد د دباونو د زیاتولو په هدف سره په هندوستان غږ وکړ له ایران څخه دتیلو واردول بند کاندی .
هغې پرون په نوی ډیلی کښې د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی ته وویل مهمه خبره دا ده چې هند د ایران د تیلو اخیستل بند کړی .
نیکې هیلې وویل امریکا به هڅه وکړی هندوستان ته اجازه ورکړی دایران له چابهار بندر څخه له افغانستان سره د ارتباط لپاره دیوه (۱)کوریډور په توګه استفاده وکړی .
دهندوستان دبهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج(Sushma Swaraj) څه موده مخکې ټینګار کړی وو نوی ډیلی دایران پرضد دامریکا له یواړخیزه بایکاټونو سره مخالف دی .
هغې د ایران او دهندوستان د ملګرتیا په پراختیا ټینګار سره له ایران سره په یورو (Euro)کرنسۍ سره د مالی مبادلو لپاره دنوی ډیلی چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل د متقابل احترام او دنړیوالو اصولو په چوکاټ کښې به هند له ایران سره خپلې اقتصادی راشه درشه ته دوام ورکړی.
امریکا وړمه ورځ دایران له ملت سره د دښمنۍ په چوکاټ کښې وویل مونږ هیوادونو ته ویلی دی چې تر راتلونکی نوامبر میاشتې پورې له ایران څخه د تیلو واردول بند کړی .
دایران دباندنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی پرون دتهران دتیلو د خرڅولو دبندولو لپاره دامریکا د یوه(۱) لوړپوړی چارواکی څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل دایران اسلامی جمهوریت له نړیوالو ظرفیتونو په ګټه پورته کولو او په کورنیو وسونو تکیې سره د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو او دباو په وړاندې د مقاومت کولو توان لری .