د چنګاښ د اومې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې خپل وړومبی مخ یې د قضائیه قوې د مشر او مسئولانو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي څرګندونو ته یې پراخ انعکاس ورکړی او د دوي د یو انځور د پاسه یې لیکلي دي: د بدغوښتونکو په وړاندې د پریکنده توب او له خلکو سره د مینې، تفاهم، زړه سواندۍ او تواضع ضرورت دی.
د خبر په تفصیل کښې راغلي چې داسلامی انقلاب معظم لارښود ټینګار کړی ، باید د دښمن ،بدغواړی او دسیسه ګر او تورلګونکی په مقابل کې پریکنده عمل وشی ،البته د ولس په وړاندې پکار ده ، په تواضع او زړه سواندۍ او مینې سره عمل وشی او له هغوی سره تفاهم وشی څو دعمومی افکارو اعتماد اوباؤر جلب کړائ شي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای پرون د ایران دقضایه قوې له مشر او نورو مسئولانو سره په کتنې کې د دښمنانو د سرزوریو په وړاندې دایران د ملت دحقوقو دپوره کیدا لپاره دایران دقضایه قوې په فعالیتونو دخوښۍ په ښودلو سره وفرمائیل ، دبشری حقوقو په مقولې کې اسلامی ایران د لویدیځی جنایتکارو مدعیانو په وړاندې مطالبه کونکی او غوښتونکی دی .
دوی همداراز په دغې کتنې کې په تیرو لسیزو کې د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې دامریکا دبشری حقوقو غمیزو او هم په هند براعظمګی ا و دافریقا په لوئې وچې کې دانګریزانو اوفرانسویانو جنایتونو ته په اشارې سره ووئیل؛ په همدغو کلونو کې له داعش څخه په ملاتړ او هم په سورئې ، میانمار او نورو سیمو کې دلویدیځوالو کړچار ، له بشری حقوقو دملاتړ دبې شرمو مدعیانو د دوامدارو دروغو ښودنه کوی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود روښآنه کړې ، نن سبا په نړۍ کې په پروپیګنډو او دتبلیغاتو په پیچلو رودو سره تور سپین ، او مطلق باطل هم حق بریښوی ، خو له بده مرغه، زمونږ ډیرې ادارې، دعمومی اعتماد د جلبولو موضوع او دقیقو او هنرمندانه رسنئ کارونو ته څه خاص اهمیّت نه ورکوی .
دوی دغه راز د سمو تبلیغاتو دضرورت په باب هم وفرمائیل ؛ نن سبا دایران پر قضایه قوې ، د بهرنیو دښمنانو او د داخلی غافلو له خوا پروپیګنډیز او رسانئ دباؤونه زیات شوی دی، په دې ډول چې په دغو تبلیغاتو اوپروپیګنډو کې ، یو بې رحمه قاتل چې دامنیت ساتونکی څو ځوانان ئې قتل کړی ، او په یوه قانونی او څو میاشتنی منصفانه بهیر کې دهغه په جرم څیړنې شوی او محکوم شوی دی ، مظلوم بریښول کییږی او زړه سوانده او د مظلومانو د حقوقو تعقیبونکی قضایه قوه ظالمه اوتیریګره معرفی کیږی .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په هغو څرګندونو په نیوکو سره چې په درستو ادارو کې د خور شوی فساد تصور ،عمومی افکارو ته په مستقیم اویا غیر مستقیم ډول القا کوی ، وفرمائیل؛ په ځینو حاکمیّتی ، ولسی او دکارکسب په ادارو کې فساد شته ، خو عمومی فساد واقعیّت نه دی او باید دغه غلط تصور په عمومی ذهنونو کې وانه چول شی .
اطلاعات
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بیا په یو خبر کښې لیکلي چې امارات غواړي د خپلو پوځیانو په جامه کښې افغانستان ته صهیونیسټي پوځیان واستوي.
خبر زیاتوي: ځینو رسنیو په نزدې راتلونکي کښې افغانستان ته د اماراتي ځواکونو په جامه کښې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو د لیږد خبر ورکړی دی.
اطلاعات ورځپاڼې د کابل چاپ د ویسا ورځپاڼې په حواله لیکلي دي: په عربۍ ژبه تسلط لرونکي کابو ۹۰ صهیونیسټ پوځیان به ډیر زر د اماراتي ځواکونو په جامه کښې افغانستان ته ولیږل شي.
دغې ورځپاڼې لیکلي دي: ټاکل شوې چې یاد صهیونیسټ پوځیان د افغانستان په شمال او لویدیځ کښې د طالبانو خلاف د جنګ مدیریت په غاړه واخلي.
د افغانستان او اماراتو د حکومتونو ترمینځ د شوې موافقې له مخې ټاکل شوې چې دغه هیواد کابو ۲۰۰ پوځیان افغانستان ته ولیږي.
له صهیونیسټي رژيم سره د اماراتو د پوځي ملګرتیا بې مخینې زیاتیدا په افغانستان کښې د اماراتي پوځیانو د شتون د پټو اهدافو په هکله اندیښنې ډیرې زیاتې کړې دي.
په افغانستان کښې د اماراتو له پوځي شتون سره د افغان حکومت موافقې د ولسي جرګې د استازو تند غبرګونونه هم په ځان پسې لرلي دي او هغوي خپل حکومت ته د دې کار د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
کیهان
او د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې د خپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې لیکلي چې د سوریې پوځ د دغه هیواد دیر الزور پراخه سیمه له ترهګرو په بشپړه توګه پاکه کړه.
په خبر کښې راغلي دي: د سوریې د پوځ لوې قومندانۍ وویل چې د دغه هیواد پوځیانو د هوايي ځواک په ملاتړ سره (دیر الزور) صحرا د داعشي ترهګرو له نیواکه په بشپړه توګه آزاده کړه او د ۵ زره ۸۰۰ مربع کیلومیټرو په پراختیا سیمه یې پاکه کړه.
د سوریې د پوځ لوې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی چې د حمص ولایت تر اداري پولو پورې د داعش اډې او پټنځي له مینځه تللي او پاتې تکفیري ترهګر هم تښتیدلي دي.
په یاده خبرپاڼه کښې راغلي دي: د سوريې د دې دومره پراخې صحرا پاکول او د عراق تر پولو رسیدل او په دې سیمه کښې د ترهګر نیټ ورک دړي وړي کول د سوري جنګیالیو په لوړې وړتیا د تایید ټاپه او په هیواد کښې د ترهګرو د تعقیب د دوام لپاره د وسله والو ځواکونو او پوځ د ټینګار نښه ده.
د سوریې پوځ همداشان د جبهة النصره ډلې د ترهګرو هغه عملیات هم شنډ کړل چې د سویل په درعا ښار کښې یې د پوځ په سنګرونو باندې د بم ایښودل شویو ګاډو د حملې نیت درلود.
د سوریې پوځ له وړمې ورځې څخه د ترهګرو له نیواکه د درعا ښار د آزادولو عملیات پيل کړي دي.
نړیوالې ورځپاڼې
دوستانو په دوام کښې درسره د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب شریکوو.
نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د سولې په اړه لیکنه خپره کړې ده. دا مقاله د افغانستان ولسمشر اشرف غني لیکلې ده.
ولسمشر غني لیکي، د افغانستان په ۳۳ میلیونه خلکو کې نیمایي هغه ځوانان دي چې ښایي یوه ورځ یې هم سوله نه وي لیدلي.
د ښاغلي غني په وینا ۳۸ کاله افغانانو په زړونو کې سولې ته هیله لرله، پر شونډو یې دعاوې ورته کولې او اخر د جون په ۱۵مه دا دعاوې له اوربند سره د لنډ وخت په مخه مستجابه شوې.
د نیویارک ټایمز په مقاله کې وړاندې راغلي دي چې درې ورځې افغانان سره متحد شول او د سولې ټینګیدو ته خوشاله وو.
د ښاغلي غني په باور د افغانستان جګړه نوره باید پای ته ورسېږي او د سیمې او نړۍ هېوادونه هم باید د افغانستان له سولې او ثباته ګټه واخلي.
فارین پالیسي
فارین پالیسي هم د افغانستان د سولې مسئله څیړلې ده. دغه خپرونه لیکي چې دا ګرانه ښکاري چې طالبان دې د خبرو میز ته راکاږل شي.
دغه خپرونه لیکي:
د اختر په درېیو ورځو کې اوربند ښایي د ولسمشر اشرف غني هغه مخالفین چې پخوا یې د سولې لپاره وار له مخه شرطونه ایښودل کمزورې کړي او افغان ولسمشر ته یې په عامه سطحه او سیاسي کچه حتی د سختو خبرو لپاره زیات ملاتړ ور په برخه کړی دی.
د خپرونې په باور د طالبانو قوماندانان هم تر اوربند وروسته پر خپلو وسله والو یو ډول بې باوره شوې دي.
خپرونه بیا په دې برخه کې له اوربند وروسته د طالبانو بریدونو ته اشاره کوي چې په لسګونو افغان امنیتي پوځیان په کې وژل شوې دي.
خو فارین پالیسي لیکي، که طالبان د پخوا په څېر بیا په خپلو بریدونو کې ملکیان په نښه کړي، نو ښایي ډېر ژر د عوامو نظر بدل شي.
خپرونه وړاندې لیکي:
کابل غواړي چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، طالبان بیا وایي چې له امریکا سره خبرې کوو او هغه وخت له کابل سره خبرو ته کښینو چې بهرني پوځیان وتلي وي.
واشنګټن بیا د افغانانو په مشرۍ د افغانانو ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي او له طالبانو سره په رسمي ډول خبرې نه کوي.
فارین پالیسي بیا لیکي چې له افغانستانه د بهرنیو پاتې ځواکونو د وتلو سمدستي پلان هم نه ترسترګو کېږي، خو خپرونه لیکي چې په وروستیو کې امریکا د سولې د خبرو په برخه کې خپله پالیسي نرمه کړې ده او د جون په ۱۶مه د امریکا د بهرنیو چار وزیر مایک پومپئو ادعا وکړه چې واشنګټن دې ته چمتو شوی چې له طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ وکړي، اسانتیاوې ورته برابرې کړي او برخه په کې واخلي.
********////////////********