په امریکا کښې پینځه کسان ووژل شول .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74174-په_امریکا_کښې_پینځه_کسان_ووژل_شول_.
زمونږ خبریال وایی دامریکا په میری لینډ ایالت کښې د کیپیټل ګزټ(Capital Gazette) ورځپاڼې په دفتر کښې په ډزو کښې تراوسه پینځه(۵) کسان وژل شوی او یوشمیر نور ژوبل شوی دی . دامریکا پولیسو دغه یو هدفمن بریدلی بللی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2018 08:02 Asia/Kabul
  • په امریکا کښې هره ورځ په لسګونو کسان په ډزو او تاوتریجنو حملو او پیښو کښې وژل کیږي .
    په امریکا کښې هره ورځ په لسګونو کسان په ډزو او تاوتریجنو حملو او پیښو کښې وژل کیږي .

زمونږ خبریال وایی دامریکا په میری لینډ ایالت کښې د کیپیټل ګزټ(Capital Gazette) ورځپاڼې په دفتر کښې په ډزو کښې تراوسه پینځه(۵) کسان وژل شوی او یوشمیر نور ژوبل شوی دی . دامریکا پولیسو دغه یو هدفمن بریدلی بللی .

د امریکا د اینی ارونډیل سیمې (Anne Arundel county’s)د پولیسو دمشر مرستیال ویلیم کرامپ(William Krampf) یوه خبری کانفرنس ته په وینا کښې وویل پولیس د کیپیټل ګزټ ورځپاڼې دعملې او د وسله وال برید کونکی ترمینځ په تیروخت کښې د شخړې په اړه پلټنه کوی .

دامریکا پولیسو په ورځپاڼې حمله کونکی د نورو ډزو له تبادلې پرته په څو دقیقو کښې دننه ونیوه .

حمله کونکی  اته دیرش (۳۸)کلن دی او جیروډ راموس(Jarrod Ramos) نومیږی .

دغه نیول شوی کس د کیپیټل ګزټ ورځپاڼې پرضد د دښمنۍ یوه(۱) اوږده مخینه لری .

په امریکا کښې هره ورځ په لسګونو کسان په ډزو او تاوتریجنو حملو او پیښو کښې وژل کیږی .