هند دخپلو ملی ګټو پراساس پریکړه کوی
Jun 29, 2018 09:43 Asia/Kabul
-
ایران هندوستان ته د تیلو دریم(۳) ستر صادرونکی هیواد دی او دهند دولس(۱۲) فیصده تیل له ایران څخه تامینیږي .
زمونږخبریال وایی د هند د تیلو وزیر درمیندرا پرادهان (Dharmendra Pradhan) له ایران څخه دتیلو د واردولو دبندولو په اړه د امریکا دچارواکو غوښتنو ته په غبرګون کښې وویل نوی ډیلی دایران له اسلامی جمهوریت څخه د تیلو د واردولو د موضوع په څیړلو کښې دخپلو ملی ګټو پراساس فیصله کوی .
هغه وویل هند له ایران څخه د تیلو د واردولو په موضوع غور کولو کښې تر دباو او رعب لاندې نه ورځي بلکې د ملی ګټو پراساس به فیصله وکړی .
امریکا مخکې دهندوستان او دچین په شمول له ټولو هیوادونو غوښتی وو د روان میلادی کال د نوامبر دمیاشتې تر څلورمې(۴) نیټې پورې له ایران څخه دتیلو د وارودلو اندازه کمه کړی .
ایران هندوستان ته د تیلو دریم(۳) ستر صادرونکی هیواد دی او دهند دولس(۱۲) فیصده تیل له ایران څخه تامینیږی .
ټیګونه