دامریکا دسپینې ماڼۍ بل چارواکی هم استعفا کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74181-دامریکا_دسپینې_ماڼۍ_بل_چارواکی_هم_استعفا_کوی
وال سټریټ جورنال ورځپاڼې راپور ورکړ دامریکا په حکومت کښې د اختلافاتو په زیاتیدا سره د سپینې ماڼۍ دکارکونکو د کمیټۍ مشر جان ایف کیلی (John F. Kelly)له خپل مقام څخه څنګ ته کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2018 10:36 Asia/Kabul
  • د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکومت کښې د سپینې ماڼۍ او دحکومتي چارواکو د څنګ ته کولو او د استعفا ورکولو بهیر مخینه نلري .
    د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکومت کښې د سپینې ماڼۍ او دحکومتي چارواکو د څنګ ته کولو او د استعفا ورکولو بهیر مخینه نلري .

وال سټریټ جورنال ورځپاڼې راپور ورکړ دامریکا په حکومت کښې د اختلافاتو په زیاتیدا سره د سپینې ماڼۍ دکارکونکو د کمیټۍ مشر جان ایف کیلی (John F. Kelly)له خپل مقام څخه څنګ ته کیږی .

هغه د روان میلادی  کال په اووړی کښې له خپل مقام څخه استعفا ورکوی .

دغه راپور وایی چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپینې ماڼۍ د  کارکونکو د کمیټۍ دمشر جان کیلی د ځای ناستی دټاکلو لپاره له خپلو سلاکارانو سره کتنې پیل کړی دی .

جان کیلی مخکې ویلی وو زه نیت نلرم له یوه(۱) کال څخه زیات په خپل مقام  فعالیت وکړم .

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکومت کښې د سپینې ماڼۍ او دحکومتی چارواکو د څنګ ته کولو او د استعفا ورکولو بهیر مخینه نلری .