دامریکا دملی امنیت سلاکار پټه کتنه کړی وه
-
دامریکا د ملي امنیت سلاکار د انګلستان دملي امنیت له سلاکار سره هم کتنه کړي وه
د بریتانیا ټیلیګراف(Telegraph) ورځپاڼې راپور ورکړ دامریکا د ملی امنیت سلاکار جان بولټن تیره اونۍ په لندن کښې د انګلستان د واکمن کنزرویټو(Conservative) ګوند دپارلمان له ځینو غړیو سره پټه غونډه کړی ده .
جان بولټن په دغه غونډې کښې له اروپایی اتحادیې د بریتانیا له وتلو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملاتړ په ترڅ کښې له اروپایی اتحادیې له وتلو دوه(۲) کاله وروسته دوه اړخیزې موافقې ته درسیدا په اړه هیله څرګنده کړه .
ټیلیګراف ورځپاڼې وویل دامریکا دملی امنیت سلاکار جان بولټن انګلستان ته په سفر کښې د ددغه هیواد دملی امنیت له سلاکار مارک سیډویل(Mark Sedwill) سره هم کتنه کړی وه چې جزیات یې نه دی خپاره شوی .
دبریتانیا خلکو د ۲۰۱۶ میلادی کال د جون په درویشتمه(۲۳) نیټه په یوې(۱) ټولپوښتنې کښې له اروپایی اتحادیې دخپل هیواد ایستل کیدا ته رایې ورکړی وې .