امریکا او ملاتړی یې د تیریو بندول نه غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74234-امریکا_او_ملاتړی_یې_د_تیریو_بندول_نه_غواړی
تسنیم خبری اژانس وایی د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر مهدی المشاط وویل امریکا او د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف ملاتړی هیوادونه په یمن د تیری بندول نه غواړی ځکه چې د جنګ دبندیدا په بڼه کښې زیاتې پیسې د چې د وسلو په اخیستلو مصرف کیږی له لاسه ورکوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2018 08:45 Asia/Kabul
  • دیمن اکثره خلک د خوراکي موادو او د درملو له سخت کمښت سره مخ دي .
    دیمن اکثره خلک د خوراکي موادو او د درملو له سخت کمښت سره مخ دي .

تسنیم خبری اژانس وایی د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر مهدی المشاط وویل امریکا او د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف ملاتړی هیوادونه په یمن د تیری بندول نه غواړی ځکه چې د جنګ دبندیدا په بڼه کښې زیاتې پیسې د چې د وسلو په اخیستلو مصرف کیږی له لاسه ورکوی .

مهدی المشاط پرون دیمن او دلیبیا په چارواکښې د سویډن د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړی استازی پیټر سیمنبی سره په کتنې کښې وویل دیمن استعفا شوی حکومت د روا والی دترلاسه کولو او امریکا او دسعودی عربستان د تیریګر ائتلاف ملاتړی هیوادونه هم دفارس خلیج عربو هیوادونو ته د وسلو د  صادرولو او د ډیر عاید د ترلاسه کولو هڅه کوی .

دیمن دلوړې سیاسی شورا مشر مهدی المشاط د سعودی عربستان دتیریګر ائتلاف د بې لارې کونکو او له دروغو ډکو تبلیغاتو د ایشوا کولو لپاره د یمن دملی ژغورنې د حکومت نوښت ته په اشارې سره وویل دغه حکومت دباور د جوړولو لپاره دتیریګر ائتلاف دهوایی حملو دبندیدا په بدل  کښې د توغندیو د ویشتلو د بندولو ، د دوه اړخیزه اوربند ، د بندیانو دتبادلې ، دالحدیده بندر پرضد د محدودیتونو دختمولو او د صنعا هوایی ډګر د بیرته پرانیستلو په شمول ملګروملتونو ته بیلا بیل وړاندیزونه وکړل .

دسعودی عربستان په مشرۍ تیریګر ائتلاف له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن دخلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه څه دپاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلک وژل شوی او په میلیونونو نور کډوال شوی هم دی .

دیمن اکثره خلک د خوراکی موادو او د درملو له سخت کمښت سره مخ دی .