مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی لیکلی دی: د ډموکرات نمایندګانو، او مدنی فعالانو په شتون، د ټرمپ د مهاجرتی سیاستونو په خلاف، په ټول امریکا کی مظاهرې وشوې.
د دغه راپور سره سم، د ټرمپ په مهاجرتی سیاستونو؛ په زرګونو اعتراض کونکو د امریکی په ټولو ښارونو کی لاریون وکړ، او له مکسیکو سره د امریکی په پوله کی، د خپلی کورنۍ غیږې ته د هغو مهاجرینو د ماشومانو د چټکی ګرځیدو غوښتونکی شول،
چی له خپلو میندو او پلارونو څخه بیل شوی دی.
د آرمان امروز ورځپاڼی د راپور له مخې، اعتراض کونکو د امریکی په پایتخت کی، د سپینی ماڼۍ په خواؤ شا؛ په قهر او غصې سره غونډه وکړه، او بیا یی د کانګرس په لور حرکت وکړ.
بوستون؛ شیکاګو؛ لس آنجلس؛ نیویارک او پورتلند د امریکی له نورو ښارونو څخه ؤو، چی د زیات شمیر امریکائیانو د لاریون کتونکی ؤو. پدغو مظاهرو کی په تیره بیا په واشنګټن او لس آنجلس کی، هنرمندانو او مشهورو کسانو ګډون کړئ ؤ.
د اعتراض کونکو یو تن وویل: موږ په پولو او دیوالونو عقیده نه لرو، کورنۍ په یو او بل پوری تعلق لری.
********
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی د یو سعودی شناندی له قوله لیکل شوی دی:« د عربستان پوځیان؛ د بشری حقوقو فعالی ښځی زوروی ».
د عربستان افشا کونکی شناندی« مجتهد » لیکلی دی: سعودی رژیم له یوې خوا، د« بن سلمان » په ننداره ای ټولنیزو اصلاحاتو کی، د عربستان د ښځو لپاره موټر چلول آزادوی، او له بلې خوا؛ د
یاد هیواد سیاسی او د بشری حقوقو فعالی ښځی زوروی او د
هغوی لپاره مشکلات رامنځته کوی. داسی یو سیاست چی له دې وړاندی هم د بشری حقوقو د داخلی او سیمه ایزو ارګانونو له خوا افشا شوئ ؤ. په همدی اړه د سعودی کورنۍ د داخلی پټو چارو افشا کونکی« مجتهد »، د عربستان د بشری حقوقو د فعالو ښځو د کورنیو له قوله وویل: له بندیانو سره د کتنې په مهال؛ د دغو کورنیو ښځی، د محبس د مسؤلانو او ساتونکو له خوا زورلی شوی دی. سره له دې چی د ښځو د حقوقو د فعالانو له کورنیو سره د محبس د مسؤلانو کړچار، د دوربینونو په وسیله ثبت شوی، خو د عربستان د زندانونو ادارې، پدغې مسئلې سترګی پټی کړی دی.
*******
د تهران چاپ د ایران په ورځپاڼه کی د« فرحناز دهقی » په نامه د یوې ورځپاڼه لیکونکی له قوله، دا سرټکئ ترسترګو کیږی: «روسیه؛ د اسنوډن په سر له امریکا سره معامله نه کوی».
د ایران ورځپاڼی پدغه راپور کی زیاته شوې ده: د نیویارک ټایمز ورځپاڼی په یو راپور کی ادعا وکړه؛ چی ممکنه ده د پوتین او
ټرمپ په راتلونکې کتنه کی، د امریکی ؤلس مشر له خپل روسی همرتبه څخه وغواړی، چی« اسنوډن » د امریکی متحده ایالتونو ته واستوی.
هغه څرګندونی هم، چی پرون د امریکی د امنیتی او جاسوسی چارو افشا کونکی« اسنوډن » د روسیی په هکله مطرح کړې؛ پدې اړه د هغه د اندیښنې بیانونکی دی. داسی اندیښنه چی د روسیی د خارجه وزیر له خوا رد شوې ده. لاوروف؛ له یوې انګلیسی ټلویزونی شبکې سره په مرکه کی وویل:« موږ هیڅکله؛ د اسنوډن په هکله د امریکی له دولت سره خبری نه دی کړی. ؤلس مشر«پوتین» کلونه وړاندی دې مسئلې ته اشاره کړې وه. کله چی له دوی څخه یوه داسی پوښتنه شوې وه، په ځواب کی یی ویلی ؤ: موږ د یو انسان په توګه د اسنوډن د حقوقو احترام ساتو، او پخپله هغه باید دا تصمیم ونیسی. موږ پداسی یو موقعیت کی نه یو، چی د هغه د غوښتنی په خلاف وغواړو، نوموړئ بل ځای ته ولیږو. هغه په روسیه کی حتی امریکایی پاسپورټ هم نه لری. یعنی هرکله چی هغه له هانګ کانګ څخه روسیې ته راغئ، داسی شرایط ورته برابر نه شو؛ چی پاسپورت واخلی. اسنوډن پخپله، د خپل راتلونکی او برخلیک مسؤل دئ».
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ، چی د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله یی څه ډول لیکنی کړی دی:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د انتخاباتو په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړی دی.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلی، انتخابات څومره ممکن دی؟
سرمقاله لیکونکی لیکلی، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له بې درېغه مخالفتونو سره خپل کار ته دوام ورکوی، خو په خبره یې، ایا په اووسنۍ وضعه کې چې د هېواد د خاورې په له پنځوس سلنه زیاته برخه د حکومت واک نشته، د داسې انتخاباتو د ترسره کېدو امکان شته چې مشروعیت ولری او په یو بل بحران بدل نشی؟
ورځپاڼه لیکی، ځواب دا دی چې هېڅکله نه.
په سرمقاله کې وړاندې راغلی، داسې ښکاری چې په رېښتیا هم حکومت او بهرنیان غواړی چې انتخابات باید یا د دوی د خوښې پایلې ولری او یا داسې بحرانی شی چې حکومت د خپل واک د دوام لپاره نورې نسخې عملی کړی.
هېواد:
هیواد دولتی ورځپاڼې بیا په دې اړه یو مطلب خپور کړی چې څرنګه کسان راتلونکې ولسی جرګې ته لاره پیدا کولای شی.
د مطلب لیکوال لیکی، هغه کسان باید راتلونکې ولسی جرګې ته لاره پیدا کړی چې د بل د نظر تابع نه وی، د خلکو له ستونزو با خبره وی او د هواری لپاره یې هڅې وکړی، زده کړې ولری او د هېواد ملی ګټو ته ژمن وی.
په مطلب کې له خلکو غوښتل شوی چې په خپل انتخاب کې دقیق اووسی.
مسیر:
مسیر خپلواکې ورځپانې بیا د ولسی جرګې د غړو په حواله په خپل یوه مطلب کې لیکلی چې د ولسمشر دوهم مرستیال د انتخاباتو په چارو کې مداخله کوی.
په مطلب کې راغلی چې« سرور دانش » د یو مکتوب له لارې په غزنی کې د انتخاباتی حوزو له کمولو سره مخالفت ښکاره کړی چې وکیلان یې همدا مخالفت په انتخاباتو کې لاسوهنه بولی.
مطلب کې راغلی چې وکیلانو ویلی، سرور دانش د یوې ولسوالۍ
نه، بلکې د افغان ولسمشر مرستیال دی چې باید په خپلو پرېکړو
کې هم همداسې اووسی.
ملی ارمان:
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د راروانو انتخاباتو په اړه، د کمېسیون له خوا د کاندیدانو د اسنادو د څېړونو په تړاو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ غبرګون راخیستی چې ویلی یې دی، د قانون له مخې باید د کاندیدانو د اسنادو د څېړو پر مهال ټول څارونکی په جریان کې پرېښودل شوی وای.
خو په خبره یې، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دا مورد په پام کې نه دی نیولی چې دا له قانونه ښکاره سرغړونه ده.