دامریکا خلکو د ولسمشر پرضد سترې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74238-دامریکا_خلکو_د_ولسمشر_پرضد_سترې_مظاهرې_وکړې
زمونږ خبریال وایی دامریکا خلکو له لاس انجلس رانیولی تر بوسټن ښارونو پورې دهیواد په اکثرو لویو او سترو ښارونو کښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دهغه د مهاجرت د سیاستونو پرضد سترې مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2018 09:48 Asia/Kabul
  • دامریکا خلکو د سترې محکمې د راتلونکي مشر د  ټاکلو په اړه د ولسمشر ټرمپ په فیصلې هم اندیښنه څرګنده کړه .
    دامریکا خلکو د سترې محکمې د راتلونکي مشر د ټاکلو په اړه د ولسمشر ټرمپ په فیصلې هم اندیښنه څرګنده کړه .

زمونږ خبریال وایی دامریکا خلکو له لاس انجلس رانیولی تر بوسټن ښارونو پورې دهیواد په اکثرو لویو او سترو ښارونو کښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دهغه د مهاجرت د سیاستونو پرضد سترې مظاهرې وکړې .

دامریکا په ټولو ښارونو او سیمو کښې  په سلګونو زرو خلکو د ولسمشر ټرمپ د مهاجرت له سیاستونو سره چې میندې او پلاران له خپلو بچیانو جلا کوی خپل مخالفت اعلان کړ .

دامریکا خلکو د سترې محکمې د راتلونکی مشر د  ټاکلو په اړه د ولسمشر ټرمپ په فیصلې هم اندیښنه څرګنده کړه .

د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې ددغو مظاهرو شاته ډیموکراټ ګوند ولاړ دی کوم چې د مهاجرت او د ګمرک دچارو د عملی کیدا مخه نیسی .

هغه دامریکا د مهاجرت او دګمرک ادارې  نرینه او ښځینه کارکونکو ته په یوه(۱) پیغام کښې وویل تاسو اندیښنه ونکړئ او خپله روحیه له لاسه ورنکړئ .

ټرمپ د امریکا د مهاجرت او دګمرک د ادارې دغو کارکونو ته په وینا کښې وویل تاسو د جرمونو د عاملانو د جرړه دایستلو لپاره زمونږ د محفوظ کولو لپاره ښه کار ترسره کوئ .