اروپایی اتحادیې داټومی تړون په اجرا ټینګار وکړ
-
اټومي موافقه د نړیوالې ټولنې او د اروپا د امنیتي ګټو په لړ کښې ده .
زمونږ خبریال وایی د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مسولې میرمن فیډریکا موګرینی ویاندې میرمن «مایا کوچیانچیک» داټومی تړون په کامل او اغیز شیندونکی ډول اجرا ته د بروکسل په ژمنې ټینګار وکړ .
هغې پرون په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې وویل اروپا دایران د اټومی موافقې په کامل او اغیزشیدونکی ډول اجرا ته ژمنه ده ځکه چې اټومی موافقه د نړیوالې ټولنې او د اروپا د امنیتی ګټو په لړ کښې ده .
میرمن کوچیانچیک زیاته کړه اروپایی اتحادیې او دهغې نړیوالو شرکاو د اټومی تړون د ساتلو او له دغه موافقې د استفادې د بهیر د دوام لپاره زیات اقدامات کړی دی .
د روان میلادی کال دمی دمیاشتې په اتمه(۸) نیټه له اټومی تړون په وتلو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له اقدام او ددغه تړون دساتلو لپاره د اروپایی هیوادونو له غوښتنې وروسته ایران اروپایی هیوادونو ته محدود فرصت ورکړی دی عملی تضمینونه ورکړی چې دامریکا د بندیزونو د بیرته لګیدا په وخت په اټومی تړون کښې دایران ګټې تامین شی .