اروپایی اتحادیې داټومی تړون په اجرا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74288-اروپایی_اتحادیې_داټومی_تړون_په_اجرا_ټینګار_وکړ
زمونږ خبریال وایی د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مسولې میرمن فیډریکا موګرینی ویاندې میرمن «مایا کوچیانچیک» داټومی تړون په کامل او اغیز شیندونکی ډول اجرا ته د بروکسل په ژمنې ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2018 00:05 Asia/Kabul
  • اټومي موافقه د نړیوالې ټولنې او د اروپا د امنیتي ګټو په لړ کښې ده .
    اټومي موافقه د نړیوالې ټولنې او د اروپا د امنیتي ګټو په لړ کښې ده .

زمونږ خبریال وایی د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مسولې میرمن فیډریکا موګرینی ویاندې میرمن «مایا کوچیانچیک» داټومی تړون په کامل او اغیز شیندونکی ډول اجرا ته د بروکسل په ژمنې ټینګار وکړ .

هغې پرون په  یوه(۱) خبری کانفرنس کښې وویل اروپا دایران د اټومی موافقې په کامل  او اغیزشیدونکی ډول اجرا ته ژمنه ده ځکه چې اټومی موافقه د نړیوالې ټولنې او د اروپا د امنیتی ګټو په لړ کښې ده .

میرمن کوچیانچیک زیاته کړه اروپایی اتحادیې او دهغې نړیوالو شرکاو د اټومی تړون د  ساتلو او له دغه موافقې د استفادې د  بهیر د دوام لپاره زیات اقدامات کړی دی .

د روان میلادی کال دمی دمیاشتې په اتمه(۸) نیټه له اټومی تړون په وتلو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ له اقدام او ددغه تړون دساتلو لپاره د اروپایی هیوادونو له غوښتنې وروسته ایران اروپایی هیوادونو ته محدود فرصت ورکړی دی عملی تضمینونه ورکړی چې دامریکا د بندیزونو د بیرته لګیدا په وخت په اټومی تړون کښې دایران ګټې تامین شی .