مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی د یمن د پوځ او ؤلسی ځواکونو د بریاؤو په هکله لیکل شوی دی:« د بلک واټر امریکایی شرکت قوماندان، د یمن د انصارالله په وسیله اسیر شو ».
د یمن انصارالله، د« الحدیده » په سهیل کی د سعودی ائتلاف د یو امریکایی قوماندان په اسیرولو سره، په لویدیځو سمندری غاړو کی، د عربی ائتلاف په پوځی عملیاتو کی، د واشنګټن د مستقیم ګډون په هکله خپلې ادعاوی ثابتی کړې.
یمنی رسنیو په همدی اړه ولیکل: د سعودی ائتلاف د دغه امریکایی غړی قوماندان اسیریدل، چی د اماراتو له ولیعهد« محمد بن زاید » سره نږدی اړیکی لری، کولای شی د یمن په حالاتو کی د پوځ او انصارالله په ګټه، ستراتژیک بدلونونه را منځته کړی.
د یمن په اړه د اطلاعات ورځپاڼی د یو بل راپور له مخی؛ د یمن د پوځ او ؤلسی کمیټو ځواکونو، د عربستان په «نجران» ولایت کی د« الصوح » په سیمه کی، د سعودی پوځ یو شمیر اډې ونیولې. همداراز د نجران د« السدیس » په لویدیځ کی، د سعودی ځواکونو په اډو د یمنی قواؤو په حمله کی، یو شمیر سعودی ځواکونو ته درانه زیانونه او مرګ ژوبله واوښتله.
*******
د تهران چاپ د ایران په ورځپاڼه کی د« ولی د مادورو مخالفان؛ د هغه سره له جدی مقابلې څخه ناتوانه دی؟ او ونزویلا او ناکامه مخالفین» تر سرلیک لاندی؛ د« هارولډ ترینکوس » په قلم په یو تحلیلی راپور کی راغلی دی: د 2015 م کال د ډسمبر میاشتی په پارلمانی انتخاباتو کی، د( MUD ) په نامه د ډموکراتیک وحدت کمیټی، مهم بریالیتوب لاسته راوړ، او د ونزویلا د پارلمان د څوکیو له درو برخو څخه دوې برخی، له ځانه کړې. نن سبا په ونزویلا کی مسکینی زیاته شوې ده. حاضر دمه د ونزویلا ۸۱ فیصده خلګ په مسکینۍ کی تیروی، چی دغه کچه په ۲۰۱۴ م کال کی ۴۸ فیصده وه. دا د ونزویلا د دریو پوهنتونونو د تحقیقاتو نتیجه ده. د دولت بهرنی پورونو زیاتوالئ موندلئ، او دونزویلا هیواد له سختی ګرانۍ سره لاس او ګریوان دئ. پداشان شرایطو کی اټکل کیده، چی د ونزویلا د ډموکراتیک وحدت کمیټه په آسانۍ سره، د ۲۰۱۸ م کال په ؤلس مشریزو انتخاباتو کی بریالیتوب ترلاسه کړی. او رأیه ورکونکی د اوسنی دولت د غړیو او دهغوی د سیاستونو د تره ټنی لپاره، د مخالفو ګوندونو نوماندو ته رأیه ورکړی. خو په عمل کی داسی نه شوه. د مادورو ګوند، په انتخاباتو کی ګټونکئ شو. پخپله مادورو د خپل ؤلس مشریزې دورې له تمدیدولو سره علاقه لری.
خو په رښتیا ولی داسی وشوه؟
د ونزویلا د مخالفانو تراجیدی داده، چی د هغوی ائتلاف کمزوری او آسیب پذیر دئ. د هغوی د اجماع او ګډ نظر اصول ډیر لږ؛ او ایډیا لوژیک تړاو یی کمزورئ دئ، او د ګډو سیاستونو په سر د هغوی د ګډ نظر نشتوالئ د دی سبب شوئ، چی د ګوندونو غړی
ونشی کړای د یو بل ترڅنګ و اوسی. خو په مقابل کی دولت له
دی امتیاز څخه برخور دئ، چی یو کاندید لری، او کولای شی په د تفرقې په حال کی د مخالفانو ټولو موجودو کاندیدانو ته ماته ورکړی.
********
د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو راپور کی، دا سرټکئ ترسترګو کیږی چی« پوځ ته د خپلو درنو وسلو له سپارلو سره، د سوریی په سهیل کی د ترهه ګرو ډلو موافقه ».
د سوریی په جنوب لویدیځ کی د« بصری الشام » په سیمه کی، پرتو وسله والو ډلو، د یاد هیواد له دولت سره له موافقې وروسته، د خپلو درنو وسلو د سپارلو پروسه پیل کړه. پدې اړه د لبنان حزب الله رسندویی مرکز اعلان وکړ: د سوریی له دولت سره؛ د درعا په جنوب لویدیځ کی د بصری الشام په سیمه کی د وسله والو ډلو موافقه، دغې سیمې ته د سوریی د دولتی او پوځی ځواکونو د ورتګ لپاره زمینه برابروی.
د بصری الشام ښار آزادیدل؛ چی د درعا ولایت مرکز ته څیرمه، یو ستر ښار شمیرل کیږی، د سوریی پوځ په مقابل کی د وسله
والو مخالفو ډلو ستره ماته شمیرل کیږی. پدې توګه؛ د سوریی پوځ د اردن پولی نږدیو ته ورسید. په درعا ولایت کی د سوریی پوځ پرمختګونه هماغه راز دوام لری، او د سوریی د پوځ ځواکونه پرون سهار، د اردن په پولو کی د«نصیب» سرحدی لویی لاری نږدیو ته ورسیدل.
*******
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ:
ملی ارمان
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې لیکلی، په جلالاباد کې په افغان هندوانو او سېکهانو تر انتحاری حملې وروسته افغان حکومت او هند غبرګون ښودلی او دا یې د بشریت په وړاندې لوی جنایت بللی دی.
په مطلب کې راغلی، ولسمشر غنی په خپل تویټر پاڼه کې لیکلی، زړه یې د هغو کورنیو غم چې په دغې حمله کې یې عزیزان وژل شوی مات کړی دی.
ولسمشر لیکلی چې د افغان هندوانو او سېکانو وژل کېدو په دغه حمله کې خواشینی کړی او له ډیرېو هغو سره یې پېژندل.
ورځپاڼې د حملې په تړاو د هند د صدارعظم نرېندرا مودی ټویټ هم راخېستی چې لیکلی یې دی، هېواد یې پهداسې حال کې چې افغانستان غمجن دی، چمتو دی چې د هغه هېواد له دولت او خلکو سره هر اړخېزه مرسته وکړی.
په مطلب کې هغو لیکنو ته هم اشاره شوې چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکو د یادې حملې په غبرګون کړی او د وژل شوېو له کورنیو سره یې غمرازی ښودلې ده.
دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلی چې افغان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم دغه حمله غندلې او ویلی یې چې په افغانستان کې د ترهګرېزو بریدونو ترسره کوونکی هغه کسان په نښه کوی چې د افغانستان پالنې او افغانیت پالنې لپاره هڅې کوی.
ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلی چې په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالی د یادې حملې په تړاو ویلی، پر افغانستان او هند له یو ځایه تروریستی حملې کېږی.
د نوموړی په حواله دا هم راغلی چې پهدغو دوو هېوادونو حملې
د یادو هېوادونو له پولو هاخوا طرحه کېږی او تر ډېره پاکستانی طالبان، لشکر طیبه او جېش محمد ډلې کومې چې په پاکستان کې فعالې دی پهکې ښکېلې دی.
ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلی چې دا حمله اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم غندلې ده، خو د مطلب لیکونکی لیکلی چې اجرائیه رئیس له دې خبر نه و چې د حملې مسؤلیت چا منلی دی.
هېواد
هېواد دولتی ورځپاڼې هم په خپل یو مطلب کې لیکلی چې افغان حکومت او ولس په جلالاباد کې پر افغان سېکانو او هندوانو حملې اندېښمن کړی دی.
هېواد وړاندې په خپل دغه مطلب کې لیکلی، داعش دلې د دغې حملې مسؤلیت پرځان منلی او د مطلب د لیکونکی په وینا دا هغه ډله ده چې پاکستان روزلې او په افغانستان کې یې د خپلو ناړو هدفونو، د قومونو ترمنځ تفرقې اچونې او تپل شوې جګړې د دوام لپاره کاروی.
اوس هم بهرنۍ ورځپاڼی را اخلو چی د افغانستان د حالاتو په هکله یی څه لیکلی دی:
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ امریکایی ورځپاڼې د افغان حکومت د اوربند د پای ته رسېدو په اړه مقاله لیکلې ده.
د ورځپاڼې په لیکنه افغان ولسمشر اشرف غنی د اوربند په پای ته رسېدو سره وویل، دا کار به هر کله چې طالبان اماده شی د افغان حکومت له لوری بیا ترسره شی.
واشنګټن پوسټ لیکی د افغان حکومت او طالبانو په درې ورځنی اوربند کې زرګونه طالبان ښارونو او کلیو ته داخل شول چې د سولې لپاره یې د افغانانو ترمنځ هیلې زیاتې کړې.
وړاندې راغلی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د اختر دوه اړخیز اوربند ۹۸ سلنه کامیابه بللی او دا کار یې د بهرنیو چارواکو له ملاتړ هم برخهمند شو.
نېشنل انټرسټ
نېشنل انټرسټ خپرونې لیکلی چې ایا د ویتنام په څېر د افغانستان کړکېچ ته هم کومه حللار موجوده ده که څنګه؟
د خپرونې په لیکنه په ۱۹۷۳ کال کې په ویتنام کې د امریکایانو او کمونستانو ترمنځ موافقه وشوه او په نتیجه کې یې جګړه ختمه شوه.
نېشنل انټرسټ لیکی چې اوس ښایی طالبان له امریکایانو سره خبرو ته چمتو وی، او نهغواړی چې له افغان حکومت سره خبرې وکړی.
خپرونه وایی، دا کار په ویتنام کې هم وشو چې په ۱۹۷۳ میلادی کال کې د خپل لوی متحد، یعنې جنوبی ویتنام له پراخ حضور پرته د جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ.
خو په مقاله کې دا هم راغلی؛ چې طالبان د ویتنام د کمونېستانو په څېر یووالی نهلری او ترمنځ یې ځینی جنګیالی شته چې خپل لوری بدلوی، نو ځکه ښایی جګړه ختمه نهشی.
نېشنل انټرسټ خپله مقاله پهدې پای ته رسولې، چې امریکا باید پوه شی چې په یوازې خبرې پیل کړی او له افغانستانه د امریکایی پوځیانو د وتلو هر ډول موافقه هم ښایی ممکنه وی.