د برجام په ساتنی باندی د اروپا اتحادیی بیا ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74314-د_برجام_په_ساتنی_باندی_د_اروپا_اتحادیی_بیا_ټینګار
 د اروپا اتحادیی د بهرنی سیاست د مسؤلې ویاندی« مایا کوچیانچیک »، د ګد اقدام جامع پروګرام( برجام ) په کاملی اجرا کیدو باندی، د بروکسل په ژمنی ټینګار وکړ. کوچیانچیک وویل:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2018 12:31 Asia/Kabul
  • د برجام په ساتنی باندی د اروپا اتحادیی بیا ټینګار

 د اروپا اتحادیی د بهرنی سیاست د مسؤلې ویاندی« مایا کوچیانچیک »، د ګد اقدام جامع پروګرام( برجام ) په کاملی اجرا کیدو باندی، د بروکسل په ژمنی ټینګار وکړ. کوچیانچیک وویل:

اروپا؛ د ایران د اټمی موافقې په بشپړې او اغیزمنی اجرا باندی ژمن ده، ځکه چی« برجام » د اروپا او د نړیوالی ټولنې، د امنیتی ګټو په لاره کی دئ.

د برجام په ساتنی د اروپا اتحادیی یو ځل بیا ټینګار، د برجام د ساتنې په منظور، ایران ته د دغې اتحادیی د وړاندیزې بستې د چمتو کیدو په باره کی، وروستیو راپورونو ته په پام سره، بڼه نیولې ده؛ د دی په ترځ کی، چی دغه اقدام، د اروپا اتحادیی او اروپایی تروئیکا د ملاتړ د ادامی د منفی او زیانمونکو پایلو په باره کی، د امریکی د ځلونو ګواښونو او غوښتنو په نسبت، د اروپا د بی پروایی نښه ده.

پدې هکله؛«مایا کوچیانچیک» تاکید وکړ:« د اروپا اتحادیی؛ او د هغې نړیوال ملګرو، د برجام د ساتنې او د هغه له ګټو او امتیازونو څخه د استفادې د پروسې د دوام لپاره، ګڼ اقدامات سرته رسولی دی».

دا پداسی حال کی ده، چی امریکا؛ د ایران په ضد د خپلو اټمی بندیزونو د بیا اجرا کولو د وخت نږدی کیدو ته په پام سره، د اروپایی شرکتونو لپاره، د هغو د سختو زیانمنونکو پایلو په باره کی، د اروپائیانو ترمنځ د ویری د رامنځته کولو لپاره، زیاتیدونکی هلې ځلې سرته رسوی.

د امریکی د خارجه وزارت د سیاست ټاکنی سلاکار«برایان هوک»، په یو تبلیغاتی اقدام کی ادعا وکړه؛ د ایران په خلاف د امریکی د یوځل بیا بندیزونو د لمړۍ مرحلې د اجرا کیدو په درشل کی، یعنی د اګست له څلرمی څخه تر اوسه پوری، ۵۰ ؤ هیوادونو په ایران کی د فعالیتونو د کمولو لپاره، د خپل نیت او ارادې خبر ورکړئ دئ. نوموړی ادعا وکړه، چی په ایران د دباؤونو هدف، د نظام بدلول نه دی؛ بلکه د ایران د تګ لاری بدلول دی.

همداراز، د ۲۰۱۸ م کال د مۍ میاشتی په ۸ نیټه، د برجام له

موافقې څخه د امریکی په وتلو سره، د امریکی ؤلس مشر« ډونالډ ټرمپ »، د واشنګټن د غوښتنو په وړاندی د تهران د تسلیمیدو په منظور، په ایران د دباؤ راوستو لپاره پدی لټه کی دئ، چی د ایران د تیلو د صادراتو په وړاندی خنډ شی، او پدی چوکاټ کی یی له خپلو متحدینو څخه غوښتی دی، چی له ایران څخه د تیلو واردات بند کړی.

پدی لړ کی؛ ټرمپ اعلان وکړ: چی د سعودی عربستان له باچاه «ملک سلمان» څخه یی غوښتی دی، ترڅو د خپلو تیلو د تولید کچه زیاته کړی. د امریکی له روانی جګړې، او له واشنګټن سره د نړۍ د زیاترو هیوادونو د ملګرتیا له ادعا سره سره، موجود واقعیتونه د دغې ادعا په خلاف دی؛ لکه څرنګه چی هند؛ چین او ترکیی اعلان کړئ، چی له ایران څخه د تیلی توکو پیرودلو ته دوام ورکوی، او همداراز د اروپا اتحادیه، په جدی توګه له ایران سره د سوداګریزو؛ اقتصادی؛ مالی او بانکی مراوداتو د دوام غوښتونکې ده. د اروپائیانو له نظره، برجام باید خپل ژوند ته دوام ورکړی، ځکه چی د برجام پایښت به، د سیمی او نړۍ له امنیت او سولې سره مرسته وکړی.

هماغه ډول، چی د اروپا اتحادیی د بهرنی سیاست مسؤلې «فدریکا

موګرینی» ویلی دی؛ د نړیوالی ټولنې سترې برخی، له برجام څخه خپل ملاتړ اعلان کړئ، او علت یی واقعیت ګروهنه، او یواځی د لاښه بدیل نشتوالئ او په منځنی ختیځ کی له یوې بلې وسله والی سیالۍ څخه مخنیوی کول دی.

د اروپائیانو له نظره؛« برجام » له سړې جګړې څخه په وروسته دوره کی، په سیاسی او ډیپلماټیک ډګر کی د هغوی یو نړیوال برئ شمیرل کیږی. برجام، د اروپا اتحادی د هیوادونو تجارتی او اقتصادی اړیکو د سره پیلیدو سبب شوئ دئ، او هغوی په آسانۍ سره؛ دیته نه دی چمتو، چی په منځنی ختیځ کی د ډیر مهم هیواد په توګه، له ایران سره خپل اقتصادی فرصتونه پریږدی. پداسی حال کی چی، د ایران په خلاف د لمړنیو او دوهمو بندیزونو، او نویو بایکاټونو په شمول، د امریکی د اټمی بندیزونو بیا پیلیدل، له ایران سره مربوطی تجارتی او اقتصادی ګټی، په کلکه له خطر سره مخامخوی.