داټومی تړون دوام دلورو دژمنو له انډول سره اړه لری
-
یوکیا امانو په دې خبرې چې ایران تراوسه له اټومي موافقې دامریکا په یواړخیزه ډول د وتلو په وړاندې زغم ښودلی دی قدرونه وکړه .
زمونږخبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا په ویانا کښې د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس له مشر یوکیا امانو سره په کتنې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې د اژانس اصلی دنده له سوله ایزې اټومی ټیکنالوژۍ په استفادې کښې د ملتونو دحقونو دفاع ده وویل اټومی تړون د اټومی انرژۍ د نړیوال اژانس او ډیپلوماسۍ لپاره ستر بریالیتوب وو او ددغه بریالیتوب دوام یوازې د ټولو لورو د ژمنو له انډول سره تړلی دی .
حسن روحانی دې ته په اشارې سره چې له اټومی موافقې دامریکا وتلو دغه تړون له انډول څخه ایستلی دی وویل په دغو شرایطو کښې د اټومی تړون نور لوری دنده لری دامریکا ددغه اقدام په مقابل کښې ودریږی او له انډول څخه د نورو لورو د ژمنو خارجیدل جبران کړی .
دایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې ټینګار سره که چیرې په اټومی تړون کښې دایران د ملت حقونه تامین نشی داسې هیڅ دلیل نشته چې ایران په ټومی موافقې کښې پاتې شی وویل دایران اټومی فعالیتونه تل سوله ایز وو او دی خو دا ایران دی چې له اټومی انرژۍ نړیوال اژانس سره دملګرتیا دسویې په اړه پریکړه کوی اوزیاته یې کړه له اټومی اژانس سره دایران د ملګرتیا د سویې او د حالت دبدلیدا مسولیت به د هغو هیوادونو پرغاړه وی چې نوی حالت یې رامینځته کړی دی .
داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس مشر یوکیا امانو هم په دغه کتنې کښې اټومی تړون یوه(۱) ډیره ستره ډیپلوماټیکه او فنی بریا وبلله او ویې ویل اټومی اژانس په ځلونو په خپلو راپورونو کښې ټینګار کړی دی چې ایران په کامل ډول په اټومی تړون کښې په خپلو ژمنو عمل کړی دی .
یوکیا امانو په دې خبرې چې ایران تراوسه له اټومی موافقې دامریکا په یواړخیزه ډول د وتلو په وړاندې زغم ښودلی دی قدرونه وکړه .