د پنټاګون له لوری پر طالبانو د نظامی فشار دوام
پنټاګون وایی، پر طالبانو نظامی فشار لا هم دوام لری.
د امریکا ددفاع وزارت سنا جرګی ته په یوه استولی راپور کې ویلی چې د سولې لپاره پر طالبانو د نظامی فشار دوام حتمی دی.
په راپور کې راغلی د امریکا د نوې تګلارې له مخې باید په افغانستان کې ترهګری ودرول شی، او سولې ته لار هواره شی، خو دغه هدف ته د رسېدو لپاره پر وسله والو ډلو نظامی فشار حتمی دی.
پنټاګون همدا راز د ترهګرۍ ضد مبارزې او افغان سولې په برخه کې د پاکستان هڅې کافی نه بولی او وایی، اسلام اباد لا هم د ترهګرو پر وړاندې اقدام نه دی کړی او د سولې په پروسه کې همکاری نه کوی.
د امریکا ددفاع وزارت وایی روسیه لا هم ناسم معلومات خپروی، او وایی چې امریکا په افغانستان کې دداعش ملاتړې ده، او په دې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونه دې ته هڅوی چې له امریکا سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاری و نه کړی.
پنټاګون ویلی چې دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې
ته ژمن دی او پر ترهګرو ډلو به فشار دوام لری.