دامریکا ولسمشر د دیکتاتورانو اصلی ملاتړی دی
-
دامریکا ولسمشر د مینځني ختیځ له دیکتاتورو او دخلکو له ځپونکو حکومتونو سره نږدې اړیکې لري .
زمونږخبریال وایی دامریکا د سیاسی مسائلو کارپیژاند او شناند توماس فریډمین ولسمشر ټرمپ د دیکتاتورانو اصلی ملاتړی وباله .
هغه په نیویارک ټایمز ورځپاڼې کښې په یوې مقالې کښې ولیکل له دیکتاتورانو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوستۍ او صمیمیت به نړۍ د ژوند لپاره په یوه(۱) خطرناک ځاې بدله کاندی .
دامریکا تاریخ لیکونکی رابرټ کیګان هم په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کښې په یوې(۱) مقالې کښې ولیکل ولسمشر ټرمپ هیڅ ستراتیژیکه ، سیاسی او اخلاقی ژمنه په رسمیت نه پیژندی .
دغه تاریخ لیکونکی وویل ولسمشر ټرمپ ستراتیژیک هدفونه نه پیژندی او دغه موضوع ته هیڅ اهمیت نه ورکوی .
د امریکا د بشری حقوقو او دتجارت د مرکز مدیر مایکل پوسنر هم ټینګار وکړ نن سبا په هیواد کښې داسې ولسمشر په واک کښې دی چې په بحرین کښې د ال خلیفه رژیم او په سعودی عربستان کښې د ال سعود رژیم په شمول د ظالمو رژیمونو پرضد له نیوکې ډک دریځونه نلری .
دامریکا ولسمشر ټرمپ دبحرین او د سعودی عربستان په شمول د مینځنی ختیځ له دیکتاتورو او دخلکو له ځپونکو حکومتونو سره نږدې اړیکې لری .