دامریکا ولسمشر د دیکتاتورانو اصلی ملاتړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74393-دامریکا_ولسمشر_د_دیکتاتورانو_اصلی_ملاتړی_دی
زمونږخبریال وایی دامریکا د سیاسی مسائلو کارپیژاند او شناند توماس فریډمین ولسمشر ټرمپ د دیکتاتورانو اصلی ملاتړی وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2018 23:55 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر د مینځني ختیځ له دیکتاتورو او دخلکو له ځپونکو حکومتونو سره نږدې اړیکې لري .
    دامریکا ولسمشر د مینځني ختیځ له دیکتاتورو او دخلکو له ځپونکو حکومتونو سره نږدې اړیکې لري .

زمونږخبریال وایی دامریکا د سیاسی مسائلو کارپیژاند او شناند توماس فریډمین ولسمشر ټرمپ د دیکتاتورانو اصلی ملاتړی وباله .

هغه په نیویارک ټایمز ورځپاڼې کښې په یوې مقالې کښې ولیکل له دیکتاتورانو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوستۍ او صمیمیت به نړۍ د ژوند لپاره په یوه(۱) خطرناک ځاې بدله  کاندی .

دامریکا تاریخ لیکونکی  رابرټ کیګان هم په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کښې په یوې(۱) مقالې کښې ولیکل ولسمشر ټرمپ هیڅ ستراتیژیکه ، سیاسی او اخلاقی ژمنه په رسمیت نه پیژندی .

دغه تاریخ لیکونکی وویل ولسمشر ټرمپ  ستراتیژیک هدفونه نه پیژندی او دغه موضوع ته هیڅ اهمیت نه ورکوی .

د امریکا د بشری حقوقو او دتجارت د مرکز مدیر مایکل پوسنر هم ټینګار وکړ نن سبا په هیواد کښې داسې ولسمشر په واک کښې دی چې په  بحرین کښې د ال خلیفه رژیم او په سعودی عربستان کښې د ال سعود رژیم په شمول د ظالمو رژیمونو پرضد له نیوکې ډک دریځونه نلری .

دامریکا ولسمشر ټرمپ دبحرین او د سعودی عربستان په شمول د مینځنی ختیځ له دیکتاتورو او دخلکو له ځپونکو حکومتونو سره نږدې اړیکې لری .