ایران د افغانستان د طالبانو ملاتړ نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74395-ایران_د_افغانستان_د_طالبانو_ملاتړ_نه_کوی
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې دبهرنیو چارو دوزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارو وا په ایران کښې د طالبانو ځواکونو د روزنې په اړه د بریتانیا دټایمز ورځپاڼې ادعا ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ دایران په خاوره کښې د طالبانو د ځواکونو د روزنې په اړه هیڅ ثبوت نشته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2018 00:25 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د ایران داسلامي جمهوریت سفارت د  بریتانیا دټایمز ورځپاڼې ادعا بې اساسه او دروغ وبلله .
    په افغانستان کښې د ایران داسلامي جمهوریت سفارت د بریتانیا دټایمز ورځپاڼې ادعا بې اساسه او دروغ وبلله .

ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې دبهرنیو چارو دوزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارو وا په ایران کښې د طالبانو ځواکونو د روزنې په اړه د بریتانیا دټایمز ورځپاڼې ادعا ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ دایران په خاوره کښې د طالبانو د ځواکونو د روزنې په اړه هیڅ ثبوت نشته .

هغې جوته کړه دا لومړی ځل نه دی چې د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د بریتانیا رسنۍ له طالبانو د ایران دملاتړ په اړه داډول بې اساسه تورونه مطرح کوی .

د روسیې دبهرنیو چارو دوزارت ویاندې زاخارو وا په دې خبرې سره چې په داډول بې اساسه تورونو لګولو کښې معمولا هیڅ ډول ثبوتونه او سند  نه وړاندې کیږی وویل دا ډول تورونه نه یوازې دایران بلکې د روسیې او د نورو هیوادونو پرضد هم مطرح کیږی .

هغې وویل انګلستان په دغو زهر  شیندلو سره  هڅه کوی دنړیوالې ټولنې پام په افغانستان کښې د ناټو له ماتی بلې خوا ته واړوی .

دبریتانیا ټایمز ورځپاڼې څه موده مخکې ادعا کړی وه چې ایران د طالبانو غړو ته د پوځی روزنې دورکولو په حال کښې دی .

په افغانستان کښې د ایران داسلامی جمهوریت سفارت هم په تیرې چهارشنبې ورځ په یوې(۱) بیانیې کښې د  بریتانیا دټایمز ورځپاڼې ادعا بې اساسه او دروغ وبلله .

په افغانستان کښې دایران سفارت ددغو غیر مستندو او غیر حقیقی تورونو د لګولو هدف دافغانستان  دعمومی افکارو په فضا کښې د روانی جنګ پیلول او دایران او دافغانستان دحکومتونو ترمینځ ښو اړیکو ته تاوان رسول وباله او ویې ویل تهران د تیر وخت په شان دافغانستان په دوست او ګاونډی هیواد کښې د ثبات له ټینګیدا او دسولې له پیاوړتیا سره د مرستې لپاره د خپلې ژمنې ملاتړ کوی .