امریکا او فرانسې سوریې ته نوی تجهیزات ولیږدول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74399-امریکا_او_فرانسې_سوریې_ته_نوی_تجهیزات_ولیږدول
زمونږخبریال وایی امریکا او فرانسې په سوریې کښې دخپلو عسکرو دملاتړ لپاره په شمال کښې رقه ولایت ته نوی پوځی تجهیزات واستول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2018 01:17 Asia/Kabul
  • امریکا او فرانسې تراوسه په سوریې او عراق کښې ترهګرو ته دمیلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات په مفت ډول ورکړي دي .
    امریکا او فرانسې تراوسه په سوریې او عراق کښې ترهګرو ته دمیلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات په مفت ډول ورکړي دي .

زمونږخبریال وایی امریکا او فرانسې په سوریې کښې دخپلو عسکرو دملاتړ لپاره په شمال کښې رقه ولایت ته نوی پوځی تجهیزات واستول .

دامریکا او دفرانسې اوه(۷) ټرکونه چې په کامل ډول پوښل شوی وو پرون د سوریې د رقه ولایت په لویدیځ کښې الطبقه ښار ته ورسیدل .

دغه کاروان چې دسوریې دډیموکراټیکو ځواکونو لخوا له ګرځبندیز سره په یووخت له عراق څخه د سوریې رقه ولایت ته ورسید د الطبقه پوځی هوایی ډګر په لور روان شو .

د سوریې د ډیموکراټیک اتحاد ګوند پوځی څانګه یعنی د کرد د خلق مدافع ځواکونه دامریکا او د فرانسې تر ملاتړ لاندې دی .

امریکا او فرانسه له ترهګرو ډلو سره د تش په نامه د مبارزې په پلمه او په غیر قانونی ډول او دسوریې له اجازې پرته په دغه هیواد کښې پوځی شتون لری .

له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په سوریې کښې دامریکا او دفرانسې پوځی شتون په داسې حال کښې دی چې دغه دواړه هیوادونه په سوریې او عراق کښې د ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرسته کونکی دی .

امریکا او فرانسې تراوسه په سوریې او عراق کښې ترهګرو ته دمیلیارډونو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزات په مفت ډول ورکړی دی .