دبریتانیا لومړۍ وزیرې خارجه وزیر ته ګواښ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74437-دبریتانیا_لومړۍ_وزیرې_خارجه_وزیر_ته_ګواښ_کړی
زمونږ خبریال وایی د بریتانیا لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې (Theresa May) ویل که چیرې دبهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن(Boris Johnson) له اروپایی اتحادیې د لندن د وتلو د پروګرامونو د کمزوری کیدا سبب شی هغه به له کاره لیرې کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2018 09:52 Asia/Kabul
  • د بریتانیا لومړۍ وزیرې ټریسا مې دوزیرانو یو(۱) فهرست چمتو کړی دی چې دهغو وزیرانو ځاې ناستي شي چې استعفاګانې ورکوي .
    د بریتانیا لومړۍ وزیرې ټریسا مې دوزیرانو یو(۱) فهرست چمتو کړی دی چې دهغو وزیرانو ځاې ناستي شي چې استعفاګانې ورکوي .

زمونږ خبریال وایی د بریتانیا لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې (Theresa May) ویل که چیرې دبهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن(Boris Johnson) له اروپایی اتحادیې د لندن د وتلو د پروګرامونو د کمزوری کیدا سبب شی هغه به له کاره لیرې کړی .

د بریتانیا لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې په پارلمان کښې د کنزرویټو (conservative) ګوند غړو ته په لیک کښې وویل هغه وزیران چې زما په پلان شکایت وکړی له کاره لیرې کړی .

ټایمز ورځپاڼې په یوه(۱) راپور کښې له اروپایی اتحادیې د انګلستان د وتلو دپروګرام په اړه اختلاف ته په اشارې سره وویل د حکومت یوشمیر وزیران نیت لری د لومړۍ وزیرې په کړچار اعتراض کښې استعفاګانې ورکړی .

د بریتانیا خارجه وزیر بوریس جانسن مخکې له پخوانی لومړی وزیر ډیویډ کیمرون سره په خبرو کښې ویلی وو په حکومت کښې له ما پرته ټول له اروپایی اتحادیې د وتلو له کبله د موجودو ګډوډیانو عامل دی .

له اروپایی اتحادیې د بریتانیا د وتلو په اړه په کنزوریټو (conservative)ګوند کښې په تیرو اونیو کښې اختلافات بیخی زیات شوی دی .

د بریتانیا لومړۍ وزیرې ټریسا مې دوزیرانو یو(۱) فهرست چمتو کړی دی چې دهغو وزیرانو ځاې ناستی شی چې استعفاګانې ورکوی .

د اروپایی اتحادیې او د بریتانیا دحکومت د موافقې پراساس لندن باید د راتلونکی میلادی کال تر مارچ میاشتې پورې له دغه اتحادیې د وتلو پروګرام اجرا کړی .