دبریتانیا لومړۍ وزیرې خارجه وزیر ته ګواښ کړی
-
د بریتانیا لومړۍ وزیرې ټریسا مې دوزیرانو یو(۱) فهرست چمتو کړی دی چې دهغو وزیرانو ځاې ناستي شي چې استعفاګانې ورکوي .
زمونږ خبریال وایی د بریتانیا لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې (Theresa May) ویل که چیرې دبهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن(Boris Johnson) له اروپایی اتحادیې د لندن د وتلو د پروګرامونو د کمزوری کیدا سبب شی هغه به له کاره لیرې کړی .
د بریتانیا لومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې په پارلمان کښې د کنزرویټو (conservative) ګوند غړو ته په لیک کښې وویل هغه وزیران چې زما په پلان شکایت وکړی له کاره لیرې کړی .
ټایمز ورځپاڼې په یوه(۱) راپور کښې له اروپایی اتحادیې د انګلستان د وتلو دپروګرام په اړه اختلاف ته په اشارې سره وویل د حکومت یوشمیر وزیران نیت لری د لومړۍ وزیرې په کړچار اعتراض کښې استعفاګانې ورکړی .
د بریتانیا خارجه وزیر بوریس جانسن مخکې له پخوانی لومړی وزیر ډیویډ کیمرون سره په خبرو کښې ویلی وو په حکومت کښې له ما پرته ټول له اروپایی اتحادیې د وتلو له کبله د موجودو ګډوډیانو عامل دی .
له اروپایی اتحادیې د بریتانیا د وتلو په اړه په کنزوریټو (conservative)ګوند کښې په تیرو اونیو کښې اختلافات بیخی زیات شوی دی .
د بریتانیا لومړۍ وزیرې ټریسا مې دوزیرانو یو(۱) فهرست چمتو کړی دی چې دهغو وزیرانو ځاې ناستی شی چې استعفاګانې ورکوی .
د اروپایی اتحادیې او د بریتانیا دحکومت د موافقې پراساس لندن باید د راتلونکی میلادی کال تر مارچ میاشتې پورې له دغه اتحادیې د وتلو پروګرام اجرا کړی .