مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74440-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی، د ایران او امریکی د وروستیو مسایلو په هکله، د جرج ټاون واشنګټن پوهنتون د استادې د مرکې، ځینی برخی را اخیستی دی، چی په لاندی ډول دی:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2018 11:07 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی، د ایران او امریکی د وروستیو مسایلو په هکله، د جرج ټاون واشنګټن پوهنتون د استادې د مرکې، ځینی برخی را اخیستی دی، چی په لاندی ډول دی:

د جرج ټاون واشنګټن استادی« شیرین هانتر »، د دی پوښتنی په ځواب کی، چی له اټمی جامع پروګرام(برجام) څخه د امریکی په وتلو، او په ایران د دباؤونو په زیاتولو او د بندیزونو په بیا لګولو

سره، تر کومی اندازې د پوځی مقابلې احتمال شته؟ وویل: په اوس حال کی د ایران او امریکی ترمنځ د پوځی مقابلې امکان، زیات نه دئ. دې دغه ټکی ته په اشارې سره چی امریکا اوس غواړی؛ د اقتصادی دباؤ او اعتراضونو ته د خلګو په تشویقولو سره، ایران د خپلو غوښتنو منلو ته اړ باسی، څرګنده کړه: د تجزیه غواړو ډلو د لمسونی او تشویق له لارې، په ایران باندی د یو ډول پوځی فشار احتمال شته.

د سیاسی چارو دغې شناندی، د دی پوښتنی په ځواب کی، چی د ټرمپ دولت؛ تر کومی اندازې پوری د ایران په نسبت د لګښت زغملو ته حاضر دئ؟ وویل: حاضر دمه؛ د ټرمپ سیاست یواځی د ایران کنټرولول دی. ټرمپ به د ایران د کنټرولولو لپاره لګښت او تاوان ونه زغمی. همداراز هیڅ یو ستر دولت دیته چمتو نه دئ، چی د ایران په خاطر له امریکی سره مقابله وکړی.

د جرج تاون واشنګټن د پوهنتون استادی، پدی بیان سره چی د ایران مقامونه؛ له امریکی سره مذاکره کول، د نظام او په تیره بیا د اسلامی انقلاب د ګټو په خلاف بولی؛ څرګنده کړه: مسئله دا نه ده، چی ایران له اروپا سره مذاکره ونه کړی، بلکه مسئله داده چی

ایران له امریکی سره مشکل لری.

د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی تر دی سرټکی لاندی، چی «اروپا د ایران ترڅنګ»؛ د سارا معصومی په قلم په یو تحلیلی راپور کی لیکلی دی: د اټمی پروګرام په ګړندی کیدو ګواښ؛ له هرمز تنګی څخه د تیلو د منتقلیدو په پروسه کی د خنډ د رامنځته کولو ضمنی ګواښ؛ د جرمنی له صدراعظمی او د فرانسی له ؤلس مشر سره، د ایران د ؤلس مشر ټلفونی تندی او ترخی خبری اترې، او د څرګندو او د اجرا وړ ژمنو پر ځای، پر سترو او نا معلومو وعدو باندی نیوکه کول؛ ټول او ټول په څو وروستیو ورځو کی له ؤلس مشر څخه نیولی، تر خارجه وزیر او نورو مقامونو پوری، د ایران د مختلفو مقامونو د فعالیتونو د لړۍ له جملی څخه ؤو. تر اوسه لا؛ د ایران او د سویټزرلینډ او اتریش د دولتونو ترمنځ، د لاسلیک شویو تفاهم لیکونو رنګ وچ شوئ نه ؤ، چی د ایران خارجه وزیر «محمد جواد ظریف»، د هغې وړاندیزې بستې له جزئیاتو څخه آګاه شو، چی له دې وړاندی یی ویلی ؤو؛ د جمعې په ورځ به په ویانا کی ایران ته وسپارل شی.

د ایران ؤلس مشر، ډاکتر«حسن روحانی» هم، له ویانا څخه له راستنیدو وروسته، بیله ځنډه د جرمنی له صدراعظمی« انګلا مرکل » او د فرانسی له ؤلس مشر« امانوئل ماکرون » سره  په

ټلفونی خبرو کی، هغوی ته خبر دارئ ورکړ؛ چی دغه وړاندیزی بسته د ایران لپاره کافی نه ده. د ایران د ؤلس مشر دغه ګله، د ایران په هکله د رسنیو په لمړی مهم خبر باندی بدله شوه.

*******

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی په یو سرلیک کی لولو:« نواز شریف د مالی فساد په جرم، په لس کاله قید محکوم شو ».

د پاکستان پخوانئ لمړئ وزیر؛ په بریتانیا کی د خپلو املاکو و شتمنیو د پټولو په  دلیل، په لس کاله بند محکوم شو.

دا پداسی حال کی ده، چی د بریتانیی د ډیلی میل ورځپاڼی اعلان کړئ ؤو، د پاکستان پخوانئ صدراعظم« نواز شریف » او کورنۍ یی د بریتانیی د لندن په ښار کی د املاکو او ودانیو یوه امپراطورې لری.

په همدی حال کی د پاکستان د خارجه وزارت ویاند«محمد فیصل»

اعلان وکړ: په بریتانیا کی د پخوانی لمړی وزیر« نواز شریف » د پناهنده کیدو په هکله معلومات نه لری. 

له بلې خوا؛ د پاکستان له کاره لیرې کړې شوی لومړی وزیر،  

د ده د لس کاله بند د حکم د صادرولو په هکله د سترې محکمې

فیصلې ته په غبرګون کښې، هغه له مخکې څخه ټاکل شوی دسیسه وبلله .

د پاکستان اته شپیته(۶۸) کلن پخوانی لومړی وزیر«نوازشریف» وویل: زر به خپل هیواد ته ورستون شم، او خپل سیاسی فعالیت به له سره پیل کړم .

*******

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو لنډه کتنه کوؤ:

سرخط:

سرخط ورځپاڼې لیکلی دی چې په سعودی عربستان کې راتلونکې اوونۍ د افغان جګړی پر ضد غونډه جوړېږی چې پکې د طالبانو د ګډون امکان هم موجود دی.

ورځپاڼې وړاندې د سولې د عالی شورا په حواله لیکلی دی چې

په دې غونډه کې به د نړۍ دینی عالمان د افغان جګړې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړی.

ورځپاڼې وړاندې د سولې د عالی شورا د ویاند په حواله لیکلی دی؛ چې دغه غونډه د افغانانو لپاره لویه لاس ته راوړنه ده.

د ورځپاڼې په وینا په دې غونډه کې د ګډون لپاره له افغانستان څخه هم د دینی عالمانو یو څلوېښت کسیزه پلاوی سعودی عربستان ته روان دی.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا لیکلی دی، په داسې حال کې، چې افغان حکومت په سعودی عربستان کې د نړۍ د دینی عالمانو غونډې ته هیله مند دی، او وایی چې په دې کې به د افغانستان د سولې په اړه هم خبرې وشی؛ خو د ورځپاڼې په وینا طالبانو د دې غونډې په اړه په غبرګون کې، هغه د طالبانو د کمزوری کولو لپاره یوه توطئه بللې او له دینی عالمانو یې غوښتی چې پکې ګډون ونه کړی.

ورځپاڼې وړاندې په خپله سرلیکنه کې پر دی بحث کړی، چې ولې یو لوری زیات خوشبین او ټینګار کوی او بل لوری بیا منکر دی.

ورځپاڼې لیکلی دی، داسې هم نه ده چې هیڅ نشته، که څه نه وای،

نو ددوی څرګندونو به د سولې بهیر زیانمن کړی وای، خو خامخا یو څه شته او دا چې د دواړو لوریو څرګندونې ضد او نقیض دی، نو هرو مرو یوه معامله موجوده ده.

هېواد:

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې په سعودی عربستان کې د افغان جګړې په اړه وروستۍ پرېکړه کېږی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې په کابل کې شااوخوا دریو زرو دینی عالمانو له طالبانو د هر ډول جګړې روایت اخیستی دی او د دوی په لیکو کې یې، د سولې په تړاو او د روانې ناروا جګړې په اړه احساسات راپارولی دی او د سعودی غونډه به دغه حالت نور هم پیاوړی کړی.

د ورځپاڼې په وینا د سعودی عربستان غونډه به د افغانستانی، اندونیزیایی او پاکستانی عالمانو پر پرېکړو د تایید مهر ولګوی، او دا به په بشپړه توګه یقینی کړی چې په افغانانو تپل شوې جګړه له اسلام سر په ټکر کې ده.

ملی ارمان:

ملی ارمان ورځپاڼې لیکلی دی چې د سعودی عربستان غونډه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو جوړېږی چې پکې د نړۍ دینی عالمان به په افغانستان کې د ترهګرو کړنې وغندی.

ورځپاڼې وړاندې د ریاض ډیلی د یو راپور په استناد لیکلی دی

چې په دې غونډه کې به د نړۍ دینی عالمان د افغان سولې په لارو چارو هم خبرې وکړی.

ورځپاڼه لیکی، چې د افغانستان چارواکی بیا تل د سولې او جنګ د مسئلې په اړه پاکستان ته ګوته نیسی، او اوس دوی په دې باور دی؛ چې په افغانستان کې د سولې په اړه د اسلام اباد دریځ د پخوا په پرتله خورا بدل شوی دی.

ورځپاڼه وړاندې په اسلام اباد کې د افغان سفیر«حضرت عمر زاخېلوال» په حواله لیکی، چې د سولې په اړه یوه مهمه مسئله طالبانو ته قناعت ورکول دی، څو د سولې له بهیر سره یوځای شی، چې په دې برخه کې د پاکستان له ملاتړه سترګې پټول ممکن نه دی.

*******

اوس هم نړیوالو ورځپاڼو ته لنډه کوؤ، چی د افغانستان په اړه یی څه لیکنی کړی:

وایس انلاین خپرونې لیکلی چې په کاناډا کې د سکهانو کمېټه د افغان سکهانو په اړه نن د شنبې په ورځ خبری کنفرانس جوړوی.

په دې کنفرانس کې به د افغان سکهانو د ستونزو په اړه خبرې

وشی.

د انتاریو ګورو کمېټې له خوا جوړ شوی خبری کنفرانس تر پیل مخکې به د هغو افغان سکهانو ارواح ته دعا وشی، چې د تیرې یکشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې په برید کې ووژل شول.

په هغه پېښه کې د وژل شویو شمېر نولسو ته ورسېد او داعش سخت دریځې ډلې د دې حملې مسئولیت ومانه.

اجنډا ویب:

د ګورجستان چاپ اجنډا ویب پاڼې لیکلی چې د دغه هېواد دفاع وزیر د جمعې په ورځ کندز ته سفر وکړ.

خپرونه لیکی چې کندز ته د لیوان ایزوریا د سفر پر مهال پر هغه نظامی اډه ډزې وشوې چې د ګورجستان د چټک غبرګون لوا کنډک پکې ځای پر ځای دی.

د خپرونې په وینا، له ایزوریا سره د ګورجستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ډګر جنرال ولادیمیر چاچیبایا هم کندز ښار ته نیږدې د نظامی اډې څخه کتنه وکړه.

د ګورجستان دفاع وزارت ویلی چې یادې نظامی اډې ته نېږدې

دوه راکټونه لګېدلی، خو په نتیجه کې یې کوم ځانی او مالی زیان

نه دی راپور شوی.

ګارډین:

برتانیایی ورځپاڼې ګارډین په خپله نوې مقاله کې د طالبانو موقتی اوربند ته کتلی او په هغو ورځو کې یې له طالبانو سره د ښځو عکسونه اخیستلو په اړه لیکلی دی.

ورځپاڼې لیکلی چې د کابل، بغلان او جلال اباد یو شمېر ښځو د اختر په جشن کې برخه واخیسته، او هم یې له طالب جنګیالیو سره سیلفی عکسونه واخیستل.

ګارډین د ځینو ښځو اندېښنو ته هم اشاره کړې او لیکلی یې دی چې ډېری ښځو ته وروسته له هغه چې طالبان یې پر سړکونو ولیدل، بیرته د محدودیت او مجازات خاطرې ورپیاد شوې.

طالبانو خپل درې ورځنی اوربند تمدید نکړ او بیرته جګړې ته ستانه شول.

ګارډین د نړیوال امنیت او ښځو په برخه کې د یوې متخصصې لیمه احمد له قوله لیکلی چې دغو عکسونو ښځې نورې هم پیاوړې وښودې او سره یو ځای یې کړې او دا پیغام یې ورساوه چې کولای شی د طالبانو پر وړاندی ودریږی.